Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د اسټرالیايي پوځيانو د جنګي جنایتونو څېړنه

د اسټرالیا دفاع وزارت وايي چې په افغانستان کې د دغه هېواد د پوځيانو جنګي جنایتونه څېړي.

په افغانستان کې د اسټرالیایي ځواکونو د جنګي جنایتونو د څېړلو په لړ کې اوس مهال د دغه هېواد دفاع وزارت وایي تر لاسه شوي سندونه ښيي، چې د اسټرالیا جګپوړو چارواکو هم په افغانستان کې د خپل حضور پر مهال جنګي جنایتونه ترسره کړي دي.

د دغه وزارت د دفاع وزارت چارواکي وایي،چې په افغانستان کې د دغه هېواد د یو شمېر افسرانو د جنګي جنایتونو څېړل ښایي کلونه وخت واخلي.

د اسټرالیا د دفاعي ځواکونو قومندان جنرال کمپبل وویل:«تر هغه وخته چې د تفتیش ځانګړی دفتر د ادعا شوو جنایتونو په تړاو خپلې څېړنې بشپړوي، د نولسو اوسنیو او پخوانیو سرتېرو پر وړاندې به د هر ډول اقداماتو تر سره کېدل ځنډېدلي وي.»

دغه پرېکړه په داسې حال کې کیږي،چې کلونه وړاندې هم داسې رپوټونه خپاره شول چې اولسو اسټرالیایي سرتېرو د ۲۰۰۵ تر۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په افغانستان کې بندیان او کروندګر وژلي، کورونه یې سوځولي، پر ملکیانو یې ډزې کړي او تاسیسات یې وران کړي دي.

د سیاسي چارو شنونکی  سید جواد سجادي وايي:«دا نورو هېوادونونه ته یو درس کېدای شي وي او یوه نمونه کېدای شي وي، که چېرې د هغوی د ځواکونو پر ضد د جنګي جنایتونو تورونه مطرح وي باید په دې برخه کې رسېدنه وکړي.»

په دې لړ کې اسلامي امارت په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د نړۍ د یو شمېر هېوادونو حضور ناقانونه ګڼي او په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د عاملانو د مجازات کېدو ستاینه کوي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«زموږ هېواد ته د بهرنیو هېوادونو راتګ یو غیرقانوني کار، ظلم او یرغل و، له هغې وروسته کوم جریانات چې شوي هغه یوه جلا موضوع ده او اوس یې چې په دې هکله پرېکړه کړې ښه ګام دی.»

آسټرالیا په تېرو شلو کلونو کې د ناټو او امریکا متحده ایالتونو په مشرۍ د پوځي ماموریت پرمهال افغانستان ته خپل اته دېرش زره سرتېري رالېږلي وو.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه