Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندوز کې پر جومات د برید د قربانیانو مړي خاورو ته وسپارل شول

په کندوز کې د امام صاحب ولسوالۍ پر یوه جومات د مرګوني برید د قربانیانو مړي نن (شنبې، د غوايي په ۳مه) خاورو ته وسپارل شول.

د دغې پېښې د قرباینانو کورنۍ او خپلوان د دغې پېښې د عاملانو د په سزا رسولو ټینګار کوي.

تراوسه د دغې پېښې د ۳۳ تنه د وژل کېدو او د ۴۳ تنو د ټپي کېدو پخلی شوی دی، خو د پېښې شاهدان د قربانیانو او ټپيانو شمېر له دې ډېر ښيي.

د دغې پېښې یو له قربانیانو ۴۵ کلن فقیر محمد له خپلې کورنۍ او خپلوانو جلا کېږي او د ابدي سفر پر لور درومي.

فقیر محمد په امام صاحب ولسوالۍ کې هټۍ وال و، او کله چې د ذکر په حلقه کې د ګډون لپاره د مولوي سکندر جومات ته تللی و، دغلته په چاودنه کې ووژل شو.
 
د فقیر محمد د خاله زوی ضفي الله وویل:«د خلکو پر دسترخوان تر کله وینې؟ تر کله ډوډۍ په وینو کې خیشته وي، بس ده تر کله؟»

د فقیر محمد د تره زوی نظر الله هم وايي:«زموږ غوښتنه امنیت او ارامي ده. تراوسه مو ویل چې ارامي ده، خو نه وینه تویېدنه زیاته شوې ده.»

د امام صاحب د ګذرنایب سیمې په یوې بله برخه کې د دې پېښې بل قرباني ۱۴ کلن محمد حسن خاورو ته سپارل کېږي.
 
د محمد حسن ورور برهان محمدي څرګندوي:«د قرانکریم حافظ و او په هېڅ ډلې پورې تړی نه و. موخه یې یوازې د الله تعالی رضا وه.»

هغه ویډيوګانې چې له پېښې وروسته اخیستل شوي او په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې دي، هم د یوې خونړۍ پېښې ښودنه کوي.

که څه هم اسلامي امارت په دې پېښه کې د ۳۳ تنو وژل کېدل او د ۴۳ تنو ټپي کېدل تایید کړي دي، خو ځايي اوسېدونکي د قربانیانو شمېر زیات ګڼي.

د امام صاحب ولسوالۍ یوه اوسېدونکي وايي:«څه باندې ۷۰ تنو روح حق ته وسپاره. زما د دوه خاله ګانو خاوندان هم شهیدان شول. ډېری کسان چې شهیدان شوي دي د خپلو کورونو ګټیالي وو.»

بل خوا اسلامي امارت ټینګار کوي، چې په هېواد کې به د وروستیو پېښو عاملان مجازات کړای شي.
       
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی څرګندوي:«د هغوی ډېری ځالې له منځه وړل شوې دي او د هغوی یو ډېر شمېره جنایت کاران نیول شوي دي او یا هم له منځه وړل شوي دي، د افغانستان د اسلامي امارت ځواکونه د دا ډول بزدلانه بریدونو عاملانو ته د سزا ورکولو لپاره خپلې ټولې هڅې کوي.»

د دې پېښې مسوولیت هېڅ یوې ډلې پرغاړه نه دی اخیستي. د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ په یوه جومات کې د جمعه په ورځ په داسې حال کې چاودنه وشوه، چې په وروستیو ورځو کې د هېواد په څو ښارونو کې خونړۍ چاودنې شوې دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه