اسلامي امارت وايي، ډېر ژر به د هېواد مهمو مسایلو په اړه د خبرو په موخه یوه لویه غونډه جوړه شي. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د یادې غونډې نوم نه څرګندوي او نه هم پهدې اړه ډېر جزییات ورکوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي: «که داسې خبره په نظر کې نیول شوې وي، بده نهده او ښه دی، خو اوس ورته موږ نوم نه ورکوو، خو د افغانانو یوه مجمع به جوړه شي او پر مسایلو به بحث وکړي.»
تر دې مخکې پخواني ولسمشر حامد کرزي، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، اروپايي ټولنې او ځینو نورو هېوادونو هم د افغانستان د وضعیت په تړاو د خبرو لپاره د افغانانو د راټولېدو غوښتنه کړې وه.
حامد کرزي په ځلونو د لویې جرګې د جوړولو غوښتنه کړې وه او زیاته کړې یې وه چې د افغانستان راتلونکی دې پهدې جرګه کې وټاکل شي.
د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي: «دا د ټولو افغانانو غوښتنه ده چې په اوس وخت کې د لویې واقعي ملي جرګې جوړېدل د وخت ضرورت دی، پهدې کې به د خلکو اراده تمثیل شي او له بلې خوا نه به د افغانانو یووالی، اتفاق او اتحاد هم په کور دننه او هم نړیوالو ته ښه تمثیل شي.»
د سیاسي چارو کارپوه سید جواد حسیني وايي: «اسلامي امارت د ملي او نړیوال مشروعیت تر لاسه کولو لپاره باید د ټولګډونه حکومت جوړول، د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو او د بشري او ښځو حقونو ته د رسېدو په څېر د ملي او نړیوالې ټولنو نورو غوښتنو ته ځواب ورکړي.»
خو په اوسنیو شرایطو کې لویې جرګې ته ورته د یوې غونډې جوړېدل به څومره ګټور وي؟
د نړیوالو اړیکو کارپوه جاوید جاوید وايي: «ټول په دې موافق نهدي چې کله د حکومتونو له لورې لویه جرګه جوړېږي او د افغانستان ستونزې به حلوي، خو د اسلامي امارت له لوري د لویې جرګې جوړول که څه هم یو نیک کار دی، خو بسنه نهکوي.»
لا تر اوسه د دغې غونډې د نوم او د جوړېدو د نېټې په اړه څه نه دي ویل شوي.
تر دې مخکې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي ویلي وو، اسلامي امارت د داخلي مشروعیت لپاره د یوې لویې جرګې د جوړولو په لټه کې دی او په وینا یې طالبان د خپلو مخالفینو له مشرانو سره په اړیکه کې دي.
په دې اړه مو اندونه