په نیمروز کې د واده ناوړه دودونه د دې ولایت ځوانان سختو خواریو ته اړ باسي. د دې ولایت اوسېدونکي وایي، لوړ ولور او ناسم دودونه هغه څه دي چې زیات شمېر ځوانان یې له ننګونو سره مخ کړي دي.
دېرش کلن رحیم ګل چې د زرنج ښار اوسېدونکی دی، اووه کاله وړاندې یې کوژده کړې، خو د سختو اقتصادي ستونزو له امله په واده کولو نهدی بریالی شوی.
د هغه د واده ولور پنځه سوه زره افغانۍ ټاکل شوی، خو د دومره وخت په تېرېدو سره توانېدلی د خپلې ګوژدنې کورنۍ ته یوازې دوه سوه زره افغانۍ ورکړي. د دې تر څنګ نوموړی د یوې اووه کسیزې کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري او ټوله ورځ په ریکشا چلولو سره له دوه تر دری سوه افغانۍ عاید لري.
د زرنج ښار اوسېدونکی رحیم ګل طلوعنیوز ته وايي: «اووه کاله شول چې کوژده مې کړي، خو تر اوسه مې دوه لکه افغانۍ نهدي پوره کړي، مالي توان نهلرم، هره ورځ دوه سوه یا درې سوه پیدا کوم چې یوازې د کور لکښت مې کېږي.»
د زرنج ښار اوسېدونکي وایي، لوړ ولور او ناسم دودونه، هغه لاملونه دي چې یو ځوان له اوو تر لسو کلونو توانېږي د خپل واده لګښتونه پوره کړي.
د زرنج ښار اوسېدونکی احمد علي وايي: «کله چې د ولور وړاندیز دروند وي، ډېرې ستونزې رامخې ته کوي. حضرت رسول الله «ص» ویلي، هغه واده چې ولور یې لوړ وي، خیر پهکې نهشته.»
دیني عالمان وایي بېځایه لګښتونه په شریعت کې چې د یوې کورنۍ اقتصادي وضعیت ورسره خرابېږي؛ هېڅ ځای نهلري.
دیني عالم مولوي سید حفیظالله وايي: «که څه هم په شریعت کې ولور اخیستل ښه دی، خو په ټاکلې کچه دې وي، په هغه کچه کې هلک یې توان ولري.»
ورته مهال د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان وایي، هڅه کوي چې د ناسمو دودونو او زیاتو لګښتونو مخه ونیسي.
د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مفتي حبیبالله الهام وايي: «دا د ټولنې د هر وګړي که هغه عالم او سپینږیری دی، د هغوی مسوولیت دی. دوی باید پهدې برخه کې ګامونه پورته کړي.»
بلخوا په دې ولایت کې یو شمېر کورنۍ وایي، ناسم دودونه او په ودونو کې زیات لګښتونه د دې لامل شوي، څو زیات شمېر ځوانان د خطرونو او ګواښونو په منلو سره له هېواده د باندې ووځي.
په دې اړه مو اندونه