د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د نوي حکومت مشروعیت په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو په تامین، له ترهګرۍ سره د مبارزې او نورو مسایلو پورې اړه لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مېرمنو او نجونو په تړاو د سرپرست حکومت پر کړنلارو نیوکه کوي او وایي، دا کړنلارې به د واشنګټن او کابل پر اړیکو منفي اغېزې ولري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس وايي: «هغه مشروعیت چې طالبان یې له نړیوالې ټولنې د اخېستو په لټه کې دي، د ښځو د حقونو په خوندېتوب، له ترهګرۍ سره پر مبارزې، د بشري حقونو او لږکیو د حقونو په رعایت، هغو کسانو ته د سفر د اجازې په ورکولو چې غواړي افغانستان پرېږدي او دغه راز په دې هېواد کې د ترهګرو ډلو په نه فعالیت پورې تړلی دی.»
دا په داسې حال کې ده چې کابل تل ویلي چې د ښځو او نجونو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تامین شوي دي.
بلخوا د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړى استازى وايي، اوسنيو حالاتو ته په کتو د لويې جرګې رابلل به اوسني حکومت ته مشروعيت ور نهکړي.
د اسلامي امارت له لوري د لویې جرګې د جوړېدو لپاره د یوه کمېسیون د رامنځته کولو په تړاو د رپوټونو له خپرېدو وروسته اوس اروپایي ټولنه وایي، لویه جرګه د افغانستان اوسنی وضعیت نهشي ښه کولای.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازی انډریاس وانټ برانټ وايي: «لویه جرګه به وضعیت ښه نهکړي او کافي به نهوي، البته چې هغوی نه غواړي د خلکو د باور رایه ورخپله کړي، باید ټول لوري یې ومني، خو هغه خبرې یا غونډه به چې ټول پهکې نهوي او ویې نهمني، ارزښت و نهلري.»
ښاغلی برانټ دغه راز پر ښځو د ځینو محدودیتونو د لګول کېدو په تړاو اندېښنه څرګندوي او زیاتوي، په هغو برخو کې چې ټاکل شوې وه، پرمختګ وشي، په شاتګ شوی دی.
وموغوښتل چې په دې تړاو د اسلامي امارت نظر هم ولرو، خو پرې بریالي نه شوو.
د سیاسي چارو شنونکي په دې تړاو بېلابېل نظرونه لري.
د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي: «دې پالیسیو د حکومت او خلکو او حکومت او نړیوالې ټولنې او په تېره د اسلامي نړۍ تر منځ واټن رامنځته کړی دی. په افغانستان کې یې خفه کوونکې فضاء رامنځته کړې ده.»
تر دې وړاندې د کانونو او پټرولېم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د لویې جرګې د جوړېدو لپاره د یوه کمېسیون د رامنځته کېدو خبره کړې وه. ښاغلي دلاور که څه هم د دې جرګې د جوړېدو د وخت په تړاو څه نهدي ویلي، خو ټینګار یې وکړ چې دې جرګې ته به ټول افغانان په تېره هغه کسان چې د سولې پر بهیر اغېز لري، راوبلل شي.
په دې اړه مو اندونه