د کونړ ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې د ډیورنډ کرښې په شاوخوا کې مېشت یو شمېر قومونه وايي، د اغزن تار لګولو د ځینو کورنیو غړي له یوبله جلا کړي دي.
دوی زیاتوي، د کرښې دواړو غاړو ته مېشت قومونه، کورنۍ، ګډ کلتور او ژورې ژبنۍ اړیکې لري، خو د اغزن تار لګولو د دوی اړیکې پرې کړي دي.
د سیمې خلک وايي، که له کرښې پورې غاړې د خپلوانو دغم او ښادۍ ګډې د ستورې لېدلی شي، خو د تیر شوي اغزن تار له امله په دې مراسمو کې ګډون نهشي کولی .
د ناړۍ ولسوالۍ اوسېدونکی فضل نبي وايي: «د یوه ورور دلته دی او د بل هلته دی، دواړه باید یو ځای شي. دا لاره باید خلاص شي او تګ راتګ په خلاص مټ وشي، دا به ښه وي.»
د همدې سیمې اوسېدونکی سرور خان وايي: «پاکستان هم مسلمان هېواد دی او زموږ هېواد هم مسلمان دی، خو پاکستان له موږ سره ښه ګاونډیتوب نه کوي.»
دوی پر اسلامي امارت غږ کوي چې د پخوا په څېر دې لاره پرانیستل شي.
د ناړۍ ولسوالۍ دوکلام او له ډېورنډ کرښې پورې غاړې د ارندو سیمې د خلکو مناسبات له یو بله پرې کړي دي. مسوولان هم د خلکو ستونزې د پام وړ بولي.
د ناړۍ ولسوال عبدلظاهر وايي: «دا موږ پهدې خاطر باندې یو مهم بندر بولو چې هم د ناړۍ، غازياباد او هم د شرقي نورستان خلک د بلې غاړې له خلکو سره خپلوي او غم و ښادي لري.»
د ناړۍ ولسوال وایي، له لوړپوړو مقاماتو سره یې د خلکو ستونزې شریکې کړي او د حل ژمنې ورسره شوي.
د ناړۍ ولسوال عبدلظاهر زیاتوي: «د ولسونو لهخوا موږ نه بار بار له موږ نه دا غوښتنې کېږي چې دغه موضوع دې ژر تر ژره حل شي. دا موضوع موږ د ولایت له مقام سره شریکه کړې او د دفاع وزارت چې څومره استازي راځي له هغوی سره مو هم دا موضوع شریکه کړې ده.»
د کونړ شپږ ولسوالۍ ډېورنډ کې ته جوختې پرتې دي. دواړو خواوو ته پراته قومونه له یو بل سره د خپلوۍ، ګډ کلتور او ژبې ژورې اړیکې لري.
تازه د پښتونخوا په باجوړ او مومندو کې قومي جرګو هم له دواړو غاړو حکومتونو غوښتي چې له کونړ سره په کرښه د تګ -راتګ لارې پرانیزي.
په دې اړه مو اندونه