په کابل کې د چین سفیر وايي، افغان سوداګرو ته د ویزو ورکولو لړۍ پیلولو ته چمتوالی نیسي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، د چین له سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په لېدنه کې دواړو لورو ژمنه وکړه چې سږ کال به چین ته د افغانستان جلغوزیو د لېږد بهیر ګړندی کړي.
دا په داسې حال کې ده چې چین د کرونا وېروس له خپرېدو او په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته، افغانانو ته د وېزې د ورکړې بهیر درولی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خیرالدین مایل وايي: «د سوداګرو او خصوصي سکټور لپاره د ویزو نشتوالی یوه جدي ستونزه ده، په تېره د چین له هېواد سره چې موږ ترې توکي رالېږدوو او د کارخونو لپاره ترې اوومه مواد راړوو.»
بلخوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چین له میاشتو راهیسې افغانانو ته د ویزو ورکول بهیر بند کړي او سوداګر د اوومه موادو او سوداګریزو توکو په لېږد کې له ستونزو سره مخ دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، افغانستان په سیمه کې یوازینی هېواد دی چې د چین د وېزې له خدمتونو بېبرخې دی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند وايي: «د ویزې نشتوالي ستونزې درلودې، موږ به یو څه فرمایش ورکاوه، خو د بل څه مال به رارسېده. موږ له چین سره ډېره ښه سوداګري لرو.»
ورته مهال د صنایعو او کانونو خونه وایي، د چین د وېزې د نشتوالي له امله هېواد ته د صنعتي کارخونو د خامو توکو او ماشین الاتو د لېږد بهیر له ستونزو سره مخ شوی دی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې شمېرې ښيي چې له چین سره د افغانستان د کلنۍ راکړې ورکړې کچه څه باندې یونیم مېلیارډ ډالرو ته رسېږي چې د افغانستان ونډه پهکې تر پنځه سوه مېلیونو ډالرو کمه ده.
په دې اړه مو اندونه