د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي د خوست او پکتیکا ولایتونو له زلزله ځپلو سره د ۱۱۰ مېلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو چارواكو له نړیوالې ټولنې پهدې غوښتنه کې زیاته کړې، دا پيسې به څه باندې ۳۶۰ زرو كسانو باندې ولګول شي چې د وروستۍ زلزلې له كبله اغېزمن شوې دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی وايي، په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د زلزلې په سیمه کې ټول کلي ویجاړ شوي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی رامزالاکبروف وايي: «زه له نړۍ غواړم لطفاً مرسته وکړئ. موږ پیسو او ملاتړ ته اړتیا لرو چې دا ناورین یو ځای کل حل کړو.»
بلخوا د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، د کورونو بیارغونه او د قربانیانو د استوګنې چارې اوږد مهاله پلان ته اړتیا لري او اسلامي امارت به له مرستندویه بنسټونو سره په همغږۍ د قربانیانو ستونزې هوارې کړي.
د کډوالو او راستنېدونکو وزارت سرپرست مرستیال محمد ارسلاح خروټی وايي: «یو لنډمهاله مرستې دي او بل اوږمهاله. د خلکو کورونه او کلي ویجاړ شوي دي. د دې ابادۍ یوې اوږدې پروسې ته اړتیا لري. د کډوالو وزارت غواړي له نړیوالو مرستندویه ادارو سره په همغږۍ دا پروسه پر مخ یوسي.»
ورته مهال د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د چارو همغږۍ دفتر ژمنه کړې چې مرستې به په روڼ ډول ولګول شي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د چارو همغږۍ دفتر مسوول محمد خاطر زید وايي: «موږ د ځپل شویو کسانو اندېښنې درک کړي او کولای شو هغوی ته ډاډ ورکړو چې مرستې د بشرپاله اصولو له مخې وېشل کېږي.»
بلخوا د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسېف د اړیکو او مدني مشارکت رییسه سامانتا مورت وايي: «پهدې حالت کې موږ دوی نهشو هېرولای. ګڼ شمېر ماشومان په زلزله کې اغېزمن شوي دي، ځکه دوی خپل خپلوان له لاسه ورکړي، کورونه یې نړېدلي او په پېښه کې دوی ته زیان رسېدلی دی.»
پهدې حال کې د خوړو نړیوال پروګرام له نړیوالې ټولنې غواړي چې په داسې حالاتو افغانان هېر نهکړي او ملاتړ ته یې دوام وکړي.
د اسلامي امارت د شمېر له مخې، د پکتیکا او خوست ولایتونو په وروستۍ زلزله کې نږدې زر کسان مړه شوي او سلګونه کورونه نړېدلي دي.
په دې اړه مو اندونه