Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل او دوحې ترمنځ د امنیتي تړون د لاسلیک احتمال

قطر ته د دفاع وزارت د سرپرست ملامحمد یعقوب او د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي له سفرونو وروسته، اوس په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند د کابل او دوحې ترمنځ د امنیتي تړون د لاسلیکېدو خبره کوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ طلوع نیوز ته وايي چې د دفاع وزارت ځواکونو ته د یونېفورم چمتو کول، د دغه وزارت د ځواکونو د معاشونو ورکړه، او د ځینو پوځي تجهیزاتو برابرول د هغه تړون ځينې برخې دي چې ټاکل شوې ده، د افغانستان او قطر د دفاع وزارتونو ترمنځ لاسلیک شي.

ښاغلي وردګ وویل:«همکارۍ هغه مهال د دوو هېوادونو ترمنځ کېږي چې بېلابېل موردونه وي، دا طبیعي ده چې له دغو موردونو به وي، خو دا چې په کوم ډول او طریقې څه وي، له خبرو اترو او غونډو وروسته به مشخص شي.»

د محمد نعیم وردګ په وینا، قطر غواړي چې له اسلامي امارت سره ژورې اړیکې ولري:«قطر هېواد په بشپړه توګه خپل عام چمتووالی لرلی او لېوالتیا لرله او موږ هم علاقه لرله چې له قطر سره ژورې اړیکې ولرو.»
 
بل خوا که څه هم یو شمېر کارپوهان د قطر او اسلامي امارت د دفاع وزارتونو ترمنځ د تړون لاسلیکېدل مهم بولي، خو په دې برخه کې ځينو ټکو ته ګوته هم نیسي.
                                
د نظامي چارو شنونکي اسد الله ندیم وویل:«قطر یو ډېر ښه غوراوی دی، خو په دې شرط چې د طالبانو دولت باید د دوه اړخیزو ګټو او همدارنګه د ګاونډیو او سیمې هېوادونونو ګټو ته ډېر دقت وکړي او په پام کې ونيسي.»
                                
د نظامي چارو شنونکی صادق شینواری هم څرګندوي:«که چېرې د افغانستان د دفاع وزارت او د قطر دفاع وزارت ترمنځ د پوځي تجهیزاتو تړون وشي شونې ده د اسلامي امارت شونې ده د دفاعي او امنیتي ځواکونو اړتیاوې تر یوه بریده پوره شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د ملي دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد په لومړي ځل په یوه دوه ورځني سفر قطر ته ولاړ او د قطر له امیر او د دغه هېواد له یو شمېر نورو جګپوړو چارواکو سره یې د بېلابېلو مسایلو په تېره بیا د نظامي مسایلو په تړاو خبرې وکړې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه