د بغلان - سمنګان پر لویه لار تېره شپه د یوه مسافر وړونکي او باروړونکي موټرو ترمنځ ټرافیکي پېښه کې اته تنه وژل شوي او دېرش تنه نور ټپیان دي.
بلخوا د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې په یوې بله پېښه کې څلور تنه ټپيان شوي دي.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي مصطفی هاشمي وویل:«تېره شپه دوه بجې یوه ټېلري د پلخمري او سنمګان ترمنځ ولاړه وه چې ۵۸۰ موټر چې د کابل له لوري مزار ته په حرکت کې و له دغې تېلري سره ټکر وکړ چې له بده مرغه اته تنه شهیدان شول.»
محمد نبي چې د هرات اوسېدونکی دی، غوښتل یې له خپل زوی او دوو وروڼو سره له کابل څخه سمنګانو ته لاړ شي، چې په دغه پېښه کې یې یو زوی او یو ورور ټپي شوی دی.
ټپي محمد نبي وايي:«ویده وم چې زموږ موټر له بل موټر سره ټکر وکړ.»
بل ټپي علي محمد هم وویل:«د سفر په لړ کې ویده وم چې موټر ټکر وکړ.»
د پلخمري ولایتي روغتون سرطبیب دغه روغتون ته د یوې ښځې او ماشوم په ګډون د ۱۵ تپیانو له لېږدېدو خبر ورکوي چې له دې ډلې څلور تنه یې له درملنې وروسته کورونو ته ستانه شوي دي.
د پلخمري روغتون سرطبیب محمد انور وردګ څرګندوي:«په ټول کې د رباتک له پېښې یې موږ ته ۱۱ ټپيان رالېږدولي دي چې د ډېریو وضعیت یې نازک دی.»
ورته مهال د سمنګانو ولایتي روغتون ډاکټران وایي چې د دې پېښې له امله دغه روغتون ته اته مړي او ۱۳ ټپیان ور وړل شوي دي چې د یو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت هم د اندېښنې وړ دی.
په دې اړه مو اندونه