بحرین او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه یو هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
د دې هوکړهلیک له مخې، د بحرین سلطنتي بشري مرستو یو پلاوی به د افغانستان له زلزله ځپلو سیمو او زیانمنو خلکو سره وګوري.
د سیاسي چارو کارپوه شبیر بشیر وايي: «که پر دې مرستو د حکومت او ټولنیزو کړیو او نورو خلکو کره څارنه وشي، دا مرستې به ډېره ښه غېزه ولري.»
د اقتصادي چارو کارپوه دریا خان بهیر پهدې اړه طلوعنیوز ته وايي: «د ورستۍ زلزلې له زیانمنو سره د نړیوالې ټولنې ژمنې او د خدماتو وړاندې کولو یو ښه خبر بلل کېدای شي. دا ښه ګټور تمامېدای شي، خو په لومړي قدم کې باید د مرستو د رسېدو ډاډ تر لاسه شي.»
ورته مهال پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، تر لسو زیاتو هېوادونو له زیانمنو شویو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې کړې دي.
یاد وزارت زیاتوي، دوی پر داسې یوې کړنلارې کار کوي چې زلزله ځپلو ته دایمې سرپناوې چمتو کړي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند محمد نسیم حقاني وايي: «اسلامي امارت خلکو ته د دایمي سرپناه لپاره پر یوې طرحې کار کوي.»
د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري وايي: «اصلي ننګونه د هېوادونو د ځای پر ځای کېدو ده. د هوا ګرمېدو او په راتلونکې کې د هوا سړېدو ته په کتو تر ټولو مهمه ستونزه د زلزله ځپلو د ځای پر ځای کېدل دي.»
د خپرو شویو شمېرو له مخې، په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې په پایله کې څه باندې زر کسان مړه شوي او له دې ډېر کورونه نړېدلي دي.
په دې اړه مو اندونه