د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي، دولت یې هڅه کوي چې د افغانستان کنګل شوې پیسې د "طالبانو" لاس ته و نه لوېږي.
د یاد وزارت په وینا هڅې روانې دي چې د افغانستان له کنګل شویو پیسو درې نیم مېلیارډ ډالره یې د افغان ولس په واک کې ورکړ شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس وايي: «لا هم بحثونه روان دي. موږ هڅې کوو چې د افغانستان بانک د درې نیم میلیارده ډالرو په تړاو اندېښنې لمنځه یوسو، څو ډاډه شو چې دغه پیسې د افغان ولس په ګټه دي، نه د طالبانو! موږ له افغانانو سره کار کوو؛ څو لویو اقتصادي پروژو ته رسېدنه وکړو.»
په ورته مهال کابل وایي، دا پیسې د افغانستان د اقتصاد پشتوانه ده او باید له قید او شرط پرته ازادې شي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي: «د افغانیو پیسې چې په بهرنیو او امریکايي بانکونو کې بندې دي د افغانستان د اقتصاد ریښه ده چې باید پرته له کوم قید او شرطه بېرته افغانانو ته وسپارل شي او موږ هڅه کوو چې د ټولو میکانیزمونو له مخې چې دا پیسې بیرته راوګرځي، منظورې شي او ستونزه به حل شي.»
د افغانستان بانک تر دې مهاله پهدې اړه څه نهدي ویلي.
بلخوا د خوست یو شمېر اوسېدونکو د دې مسالې په تړاو اعتراض کړی او د افغانستان د شتمنیو د ازادېدو غوښتنه یې کړې ده.
يوه لاريون کوونکي سيف ننګيال وايي: «موږ غواړو چې دا پيسې خوشې کړي. دا د افغانانو حق او ملکیت دی، باید پرې ظلم و نهشي.»
په افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو سره سم، واشنګتن د افغانستان شاوخوا ۷ میلیارده ډالره کنګل کړې. تر هغې وروسته د امریکا ولسمشر په یوه اجرایي فرمان سره وویل، د دغو پیسو نیمايي یې د سپټمبر د پېښې د قربانیانو کورنیو ته ځانګړي شي او پاتې نور یې له افغانانو سره پر بشري مرستو ولګول شي؛ خو لا تر اوسه د امریکا محکمې د دغه فرمان په تړاو څه پرېکړه نه ده کړې.
په دې اړه مو اندونه