Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ایران ته د تګ ستونزې؛ هېوادوال له بد چلنۍ شکایت کوي

ځينې هېوادوال چې په اوس اوس له ایرانه هېواد ته راستانه شوي دي. هغه هېواد ته د رسېدو له ستونزو او بدچلنۍ شکایت کوي.

دوی وايي چې له ګڼو ستونزو سره یې ځان ایران ته ورساوه؛ خو له څو اوونیو وروسته بېرته راستانه کړل شوي دي.

خالد او خور یې فاطمه څو میاشتې وړاندې د سختو ګواښونو په منلو سره، په ناقانونه توګه د نیمروز له لارې ځانونه ایران ته ورسول؛ خو دغه هېواد کې له څو میاشتو پاتې کېدو وروسته، د ایراني ځواکونو له لوري نیول شوي او بېرته هېواد ته را اړول شوي دي.

له ایرانه را اړول شوی خالد وايي:«اړ شوو چې له خپلې کورنۍ سره ایران ته ولاړ شوو، ځکه دلته چې کار نه وي، پیسې له کومه کېږي. ټول پوهېږي چې د قاچاق له لارې څومره ستونزې لري، هلته چې په ستونزو سره ورسېدې، کار کوئ کار یې ډېر ستونزمن دی. هر څومره چې پیدا کوئ لس چنده یې لګښت لري.»

له ایرانه را اړول شوې فاطمه هم څرګندوي:«کله یې چې موږ ونیولو بې تربیګه ګيي او ناوړه چلن یې زښته زیاد وو. ځينو یې ښه چلن کاوه او ځينو یې پر افغانانو د خره فکر کاوه.»

بیکاري او بې وزلي هغه لاملونه دي چې هېوادوال اړ دي د سختو ګواښونو په منلو سره سره، په ناقانونه توګه ځانونه ایران او نورو هېوادونو ته ورسوي.
  
را اړول شوی امین باریداد طلوع نیوز ته وايي:«دغه ځوانان چې ځي، که چېرې مسافر دي اومتأهل دي، ټول د غریبۍ لپاره ځي. موږ یې نیولي یوو او له موږ سره یې ظلم کړی دی.» 

ورته مهال د نیمروز سیمه ییز چارواکي تاییدوي چې ایران کې له افغان کډوالو سره بد چلن کېږي.

د نیمروز سرحدي امر محمد رضا خلیلي وویل:«د ځينې شکایت لري د کورنۍ برخه کم او د ځوانانو وايي چې ایراني سرتېري له پولې هغې خوا له موږ سره ښه چلن نه کوي او ځينې شکنجه کوي هم . »
      
 د نیمروز کډوالو چارو رییس مولوي صدیق الله نصرت هم څرګنده کړه.«ځين وختونه په لار کې هغوی ته ځينې ستونزې رامنځته کېږي او هغوی په اجباري توګه د اچاودنې کوي.»

ومو غوښتل په دې اړوند د ایران کونسلګرۍ نظر هم له ځانه سره ولرو، خو له پرله پسې اړیکو سره سره، د کونسلګرۍ مسوولین خبرو کولو ته حاضر نه شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه