Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د امریکا د تر ټولو اوږدې جکړې د پای لپاره د دوحې بنسټیز رول

ځينې قطري چارواکي وايي چې افغانستان کې د امریکا د اوږدې جګړې د پای ته رسولو په برخه کې، بنسټيز رول درلود.

وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې، ځینو قطري چارواکو ویلي که چېرې حس کړي چې له اسلامي امارت سره تعامل د افغانستان د خلکو په ګټه نه دی، له منځګړیتوب څخه به لاس په سر شي.

دغو چارواکو زیاته کړې، د افغانستان خلک په اوسنیو شرایطو کې تر بل هر وخت ډېرو مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري.

وال سټریټ ژورنال د قطري چارواکو پر حواله لیکلي:«له طالبانو سره تعامل یوه موخه لري او هغه د افغانستان د خلکو د ژوند ښه والی دی. له افغانستان سره د تعامل نه کول د ناهیلۍ او فقر د ډېرېدو او د سخت دریځۍ د پیاوړي کېدو لامل کېږي.»

د چارو ځینې شنونکي په دې اړه بېلابېل لید لوري لري.

د سیاسي چارو شنوونکی محمد خان اندړ وویل:«قطر او نور هېوادونه چې د افغانستان په مسایلو کې یې حضور درلود، د خپلو ملي ګټو په لټه کې دي او یا هم د نورو سترو هېوادونو د ملي ګټو په لټه کې دي.»

د ساسي چارو شنوونکی طارق فرهادي هم وايي:«قطر له څو کلونو راهیسې له طالبانو سره اړیکې لري او موخه یې هم په افغانستان کې ښه والی او اصلاحات دي، د قطر د امیر له خوا د دفاع وزارت منل د اړیکو د پراختیا په معنا دي.»

قطر یو له هغو هېوادونو دی چې، په افغانستان کې له سرپرست حکومت سره نږدې اړیکې لري. دغه هېواد د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو اترو کوربه و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه