Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کورنیو چارو وزارت مسوولان: د پولیسو شمېر شاوخوا ۲۰۰ زرو ته رسېدلی

د کورنيو چارو وزارت اداري مرستيال وايي، په هېواد کې د پوليسو شمېر تر ۲۰۰ زرو پورې رسېدلی دی.

د کورنیو چارو وزارت دغه چارواکي په کابل کې د دې وزارت د کلني راپور وړاندې کولو د غونډې پر مهال زیاته کړه، اوس‌مهال په هېواد کې ۹۰ سلنه امنيت تامين دی او د تېرو شلو کلونو پرتله په هېواد کې د امنیتي پېښو په شمېر کې کموالی راغلی دی.

د کورنيو چارو وزارت اداري مرستيال مولوي نور جلال جلالي وايي: «د تېر په پرتله امنیتي وضعیت ۹۰ سلنه هېوادوالو ته د ډاډ وړ دی. د جنايي جرمونو، مخدره موادو او اداري فساد په وړاندې مبارزه په جدي توګه پر مخ ځي.»

ښاغلی جلالی زیاتوي، په هېواد کې د داعش پر وړاندې مبارزه بريالۍ ده او دغه ډله د ختمېدو په حال کې ده.

نوموړي په دې اړه وویل: «دلته چې څومره حده پورې اسلامي امارت په کومو ځایونو کې حاکم دی، هلته ان‌شاء الله په ختمېدو دي، کمې پېښې به وي. پخوانۍ او اوسنې پېښې تاسو پرتله کړئ، ان‌شاء الله ډېرې کمې دي، نور د داعش پدیده په ختمېدو ده.»

ورته مهال د کورنيو چارو وزارت تاميناتي مرستيال په‌دې خبري ناسته کې وايي، د پوليسو ډیری قطعاتو ته يو يونيفورم برابر کړی دی. هغه زياتوي، په هېواد کې د بښنې عمومي فرمان په ښه ډول تطبيق شوی دی.

د کورنيو چارو وزارت تاميناتي مرستيال مولوي محمد محسن هاشمي وايي: «د اړیکو کمېسیون جوړول د دې فرمان یوه برخه ده. تاسو وینئ د جمهوریت د وخت وکیلان، والیان، وزیران هره ورځ افغانستان ته راځي. دا خپله صدق کوي چې د بښنې عمومي فرمان تطبیق شوی دی.»

د دې وزارت چارواکو د خپل کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال وويل، سرتېرو په تېر يوه کال کې د نشه‌يي توکو د توليد ۲۹ کارخونې له منځه وړي او ۲۲۲۲ تنه يې د نشه يي توکو د قاچاق او توليد په تور نيولي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه