د هرات سیمه ییز چارواکي وایي، تېره یوه اوونۍ کې امنیتي ځواکونو دغه ښار کې اتیا سلنه کورنه تلاشي کړي دي.
د هرات والي ویاند په وینا، امنیتي ځواکونو د کور په کور تلاشۍ عملیات د ناقانونه وسلو د را ټولولو او د دغه ولایت د امنیت د ټینګښت په موخه پیل کړي دي.
د هرات د والي ویاند حمید الله متوکل وايي:«د تېر حکومت د پرځېدو پر مهال ځينې مهمات د خلکو او ملت لاس ته لوېدلي وو، د دې لپاره چې له دغو مهماتو ناوړه استفاده ونه شي، دغه عملیات پيل شوي دي.»
په هرات ښار کې د کورونو پلټنه د دې ښار د اوسېدونکو له غبرګون سره مخ شوې ده.
یو شمېر هېوادوال د امنیت د ټینګولو او ناقانونه وسلو د راټولولو لپاره د امنیتي ځواکونو دا کار مهم بولي. خو ځینې نور بیا د کورونو تلاشي کول د خلکو له خصوصي حریمه سرغړونه بولي.
د هرات اوسېدونکی سید احمد وايي:«د شورا له رییس، د شورا له مرستیال او د ګذر له وکیل سره په ډېر درناوي او ښه چلن یې زموږ کور تلاشي کړ.»
د هرات بل اوسېدونکي نصیر احمد قاري زاده هم وویل:«موږ د ارامښت لپاره یو ځای درلود چې هغه زموږ کورونه وو، خو له بده مرغه دم ګړۍ هغه کورونه هم تر پلټنې او تلاشۍ لاندې دي.»
په هرات ښار کې د کورونو پلټل یوه اوونۍ مخکې پیل شوي او ټاکل شوې څو روځې نور هم دوام وکړي. د امنیتي مسوولینو په وینا، ټاکل شوې په هرات ښار کې د کورونو د پلټنې له پای ته رسېدو وروسته، ددې ولایت په ولسوالیو کې هم دا عملیات پیل شي.
ښځینه پولیسه لیلي میرزايي څرګندوي:«هر کور ته چې ځوو لومړی موږ کور ته ننوځوو، مېرمنې یوې کوټې ته بیایوو تلاشي کوو یې، بیا مجاهدین راځي او کور تلاشي کوي.»
د هرات امنیتي مسوولین وايي چې په تېره یوه اونۍ کې یې د کورونو د پلټنې پرمهال، له نامسووله کسانو څخه یوه اندازه وسلې ترلاسه کړې دي.
له بلخوا، له دې مخکې امنیتي ځواکونو په کابل او د هېواد په یو شمېر شمالي ولایتونو کې کورونه تلاشي کړي وو.
په دې اړه مو اندونه