په کندهار کې له دوولسم ټولګي فارغانو اته سوو کسانو د یوه خصوصي طبي انسټیټیوټ د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړ.
پهدې ازموینه کې درې سوو نجونو او ۵۰۰ هلکانو کډون کړی وو چې د نرسېنک، قابلهګۍ، د غاښونو، لابراتوار او فارمسۍ برخو کې زده کړې وکړي.
د دې ازموینې یوه ګډونواله سکینه وايي: «ډېره خوښه یم چې پهدې سیالۍ کې مې ګډون وکړ، غواړم خپلو هېوادوالو ته خدمت وکړم.»
د دې ازموینې یوه بله ګډونواله شمیسه وايي: «خوښه یم چې نن مې په کانکور ازموینه کې ګډون وکړ او غواړم په راتلونکي کې په لرې پرتو سیمو کې خپلو هېوادوالو ته خدمت وکړم.»
د دې کانکور ښځینه ګډونوالې د نورو افغان نجونو لپاره هم ورته حالت غواړي او د ازمویني پر مهال یې پر اسلامي امارت غږ وکړ چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې ژر تر ژره ښوونځي پرانیزي.
د ازموینې یوه ګډونواله حنیفه وايي: «له اسلامي امارته زموږ هیله او غوښتنه دا ده چې له شپږم ټولګي پورته نجونو زدهکوونکو ته اجازه وکړي چې ښوونځیو ته لاړې شي.»
یوه بله ګډونواله نرګس وايي: «د نجونو زدهکړه پهدې خاطر مهمه ده چې افغانان ډاکټرانو او نجنیرانو ته اړتیا لري.»
د کندهار روغتیايي مسوولان وايي، د روغتیا په برخه کې د مسلکي کسانو له روزني سره سم به په لیري پرتو سیمو کې روغتیايي ستونزي او د زیږون پر مهال د مور او ماشوم مړینه نوره هم راکمه شي.
د کانکور ازمویني رییس صدیق الله معصومي رییس وايي: «موږ هیله لرو د هېواد په لرې پرستو سیمو کې چې څه ستونزې دي، د دې نجونو په توان سره حل شي.»
په دې اړه مو اندونه