Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تخار کې د ځمکې او کورونو پر سر د شخړو دوام

د تخار ځايي چارواکي وايي چې په د دغه ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د سیمې د اوسېدونکو او له پاکستانه د تازه راستانه شویو کډوالو ترمنځ د شخړو د حل لپاره هڅې رواندې دي.

چارواکي ټينګار کوي چې په دې هکله د یوې قانوني حل لارې په لټه کې دي.

د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند مبین صافی وايي:«یو خوا ادعا لري چې ځمکې یې د سیمې د اوسېدونکو له خوا غصب شوې دي او اسناد په واک کې نه لري، او بل لوری هم ادعا لري چې ځکمې زموږ ملکیت دی، هغوی هم اسناد نه لري.»

د تخار خواجه بهاوالدین ولسوالۍ د ګلبهار، مهاجر قشلاق او نوبهار سیمو اوسېدونکي ادعا کوي چې له پاکستانه یو شمېر را ستانه شویو کډوالو د دوی پر ځمکو د مالکیت دعوه کړې ده.

د سیمې اوسېدونکی عبدالرحمن وايي:«زموږ په کورونو ننوتل په فامیل ولاړل او یوه کورنۍ یې له کوره ایستلې او وهلې ټکولې یې ده.»

د سیمې بل اوسېدونکي حبیب الله هم وویل:«دوه دېرش کاله تېرېږي، ځينې پښتانه قومونه راغلي دي چې دا ملک زموږ دی.»

بل پلو بیا تازه را ستانه شوي ځانونه د دې سیمو اصلي اوسېدونکي بولي او ادعا کوي چې دری لسیزې وړاندې یې د ستونزو له امله هېواد پرېښی او پاکستان ته کډه شوي وو چې د اقتصادي وضعیت په ښه کېدو سره بېرته خپلو مېنو ته را ستانه شوي دي.

راستون شوی سعدالله څرګندوي:«زه نه کوچی یم او نه هم وزیرستانی، زه د دغه تخار یم او د خواجه بهاو الدین د لاله ګذر یم او دا زما قانوني اسناد دي.»

راستون شوی درانی هم وايي:«ما د وخت د ظالمانو او انقلاب له وېرې هجرت کړی اوس راغلی یم او دا خلک زموږ په وړاندې ولاړ دي نه مو ځمکې راکوي او نه مو کورونه.»

د دغې سیمې یو شمېر اوسېدونکي بیا د دې ستونزې پر قانوني حل ټینګار کوي.

د سیمې اوسېدونکی وايي:«نه زه اسناد لرم او نه زموږ پښتانه وروڼه اسناد لري، ځمکې مالک نه لري او دولتي دي او حکومت حق لري چې هغوی ته ځای ورکوي او که موږ ته.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د سیمې د اوسېدونکو او تازه را ستانه شویو تر منځ د نښتو راپورونه هم ورکړل شوي وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه