Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له افغانستان سره د غواګانو د پوستکي ناروغۍ ضد واکسین مرسته

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان افغانستان ته د غواګانو د پوستکي د ناروغۍ د درملنې لپاره د واکسین مرسته وکړه.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې پروګرام استازی وایي، دوی د غواوو د پوستکي د ناروغۍ د مخنیوي او درملنې لپاره له افغانستان سره د واکسین مرسته کړې ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې پروګرام استازی محمد اقا  وايي: «دې ناروغۍ مالدارانو ته د شیدو او لبنیاتو د تولید په برخه کې ستر اقتصادي زیان اړولی دی.»

د دې بنسټ استازي وايي، دوی به دا واکسین په دریو پړاوونو کې په ټول افغانستان کې پلی کړي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم وايي: «دا واکسین په درې پړاوونو کې پلی کېږي، لومړي پړاو کې ۱۲۵ زره ډوزه واکسینونه د څارویو په فارمونو، په دویم پړاو کې ۳۵۰ زره ډوزه واکسینونه په ولایتونو او په درېیم پړاو کې په ټول افغانستان کې څه باندې دوه مېلیونه ډوزه واکسینونه ورکول کېږي.»

له بلې خوا، د مالدارانو یو شمېر استازي د دې پروګرام پرعملي کېدو د خوښۍ په څرګندولو سره وایي، د دې ناروغۍ له امله یې ګڼې غواوې تلف شوې دي.

په لوګر کې د مالدارانو استازی بشیر وايي: «په لوګر کې دېرش سلنه غواګانې له منځه تللي، اوویا سلنه ناروغه دي.»

له دې سره سم، د مالدارانو د ټولنې رییس وایی، کروندګر د څړځایونو او ماشین الاتو له کموالي سره مخ دي. د څارویو لروونکو ټولنې مشر وايي، د دې واکسین په تطبیق کې ځنډ مالدارنو ته ستر مالي زیانونه اړولي دي.

د دې ټولنې رییس غفار خان وايي: «په‌دې ناروغۍ اخته غواګانې واکسین شوي، تر یوه کاله معافیت لري، خو نورې ناروغۍ غواګانې ګواښلی شي، پوښتنه دا ده چې راتلونکی کال به واکسین شي که نه؟»

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د پروګرام د مسوولانو په وینا، د غواوو د پوستکي ناروغي د غوایي میاشتې په لومړیو ورځو کې په خوست، پکتیا او پکتیکا کې خپره شوه چې وروسته په ننګرهار کې د دې ناروغۍ له امله پنځلس سوه غواوې تلف شوې د دوی په وینا، پر دغې ناروغۍ د اخته غواوو د کره شمېرنې بهیر روان دی.

د مالدارانو د ټولنې رییس وایی، کروندګر د څړځایونو او ماشین الاتو له کموالي سره مخ دي. د څارویو لروونکو ټولنې مشر وايي، د دې واکسین په تطبیق کې ځنډ مالدارنو ته ستر مالي زیانونه اړولي دي.

Thumbnail

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان افغانستان ته د غواګانو د پوستکي د ناروغۍ د درملنې لپاره د واکسین مرسته وکړه.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې پروګرام استازی وایي، دوی د غواوو د پوستکي د ناروغۍ د مخنیوي او درملنې لپاره له افغانستان سره د واکسین مرسته کړې ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې پروګرام استازی محمد اقا  وايي: «دې ناروغۍ مالدارانو ته د شیدو او لبنیاتو د تولید په برخه کې ستر اقتصادي زیان اړولی دی.»

د دې بنسټ استازي وايي، دوی به دا واکسین په دریو پړاوونو کې په ټول افغانستان کې پلی کړي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم وايي: «دا واکسین په درې پړاوونو کې پلی کېږي، لومړي پړاو کې ۱۲۵ زره ډوزه واکسینونه د څارویو په فارمونو، په دویم پړاو کې ۳۵۰ زره ډوزه واکسینونه په ولایتونو او په درېیم پړاو کې په ټول افغانستان کې څه باندې دوه مېلیونه ډوزه واکسینونه ورکول کېږي.»

له بلې خوا، د مالدارانو یو شمېر استازي د دې پروګرام پرعملي کېدو د خوښۍ په څرګندولو سره وایي، د دې ناروغۍ له امله یې ګڼې غواوې تلف شوې دي.

په لوګر کې د مالدارانو استازی بشیر وايي: «په لوګر کې دېرش سلنه غواګانې له منځه تللي، اوویا سلنه ناروغه دي.»

له دې سره سم، د مالدارانو د ټولنې رییس وایی، کروندګر د څړځایونو او ماشین الاتو له کموالي سره مخ دي. د څارویو لروونکو ټولنې مشر وايي، د دې واکسین په تطبیق کې ځنډ مالدارنو ته ستر مالي زیانونه اړولي دي.

د دې ټولنې رییس غفار خان وايي: «په‌دې ناروغۍ اخته غواګانې واکسین شوي، تر یوه کاله معافیت لري، خو نورې ناروغۍ غواګانې ګواښلی شي، پوښتنه دا ده چې راتلونکی کال به واکسین شي که نه؟»

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د پروګرام د مسوولانو په وینا، د غواوو د پوستکي ناروغي د غوایي میاشتې په لومړیو ورځو کې په خوست، پکتیا او پکتیکا کې خپره شوه چې وروسته په ننګرهار کې د دې ناروغۍ له امله پنځلس سوه غواوې تلف شوې د دوی په وینا، پر دغې ناروغۍ د اخته غواوو د کره شمېرنې بهیر روان دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه