د لوړو زده کړو وزارت وايي، د شرعي احکامو په پام کې نيولو سره به تحصیلي نصاب په نړيوالو معيارونو برابر کړي.
د دغه وزارت ویاند زیاتوي، په ټول هېواد کې به یو تحصیلي نصاب ترتیب شي او تر دې دمه ۳۵ تحصیلي نصابونه وروستي شوي دی.
د لوړو زده کړو وزارت ویاند وايي، تحصیلي نصاب افغاني کلتور، نړیوالو تحصیلي معیارونو او د اسلام دین احکامو ته په پام سره بیاکتنه او چمتو کېږي.
د لوړو زده کړو وزارت ویاند احمد تقي وايي: «کوم نړیوال معیارونه چې موږ سره موافق راځي هغه مو راخیستي دي او موږ کوشش کوو چې د افغانستان کوم نصاب دی هغه د نړیوالو معیارونو مطابق جوړ شي څو نورو هېوادونو سره په نصاب کې سیال شو.»
بل خوا د پوهنتون یو شمېر استادان او محصلین په دې باور دي، چې د هېواد په پوهنتونونو کې تحصیلي نصاب ته له کلونو راهیسې بیاکتنه نه وه شوې او د وزارت له دې اقدامه هرکلی کوي.
د پوهنتون استاد فضل هادی وزین وايي: «د لوړو تحصیلاتو دا اقدام د تقدیر وړ دی هیله ده، چې دغه پروسه د علمي او اکاډومیک معیارونو پر بنسټ بشپړه شي.»
یو زدهکړیال صفي الله رحماني زیاتوي: «نظر رشتې ته دوی باید تحصیلي نصابونو کې خپل اصلاحات راولي.»
د لوړو زده کړو وزارت د شمېرو له مخې ټول هېواد کې په بېلابېلو پوهنځیو کې ۱۶۵ تحصیلي نصابونه شته، چې تر اوسه پورې يې ۱۵ د ماسټرۍ او ۲۰ د لیسانس نصابونه وروستي کړي دي.
په دې اړه مو اندونه