په افغانستان د نجونو ښوونځیو د تړلي پاتې کېدو غبرګونونو په دوام، د بشري حقونو څارونکې وايي، افغانستان یوازېنی هېواد دی چې ښوونځي ته نجونې پهکې له تګ څخه بېبرخې دي.
د بشري حقونو د څارنې مرستیاله هیدر بار له زده کړو د نجونو بې برخې کیدل د هېواد د راتلونکي لپاره زیانمن ګڼي.
د بشري حقونو د څار بنسټ مرستیاله هیدر بار وايي: «نن له ښوونځيو د نجونو د منعه کېدو ۳۸۰مه ورځ ده. دغه پرېکړه د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې د طالبانو له لوري شوې ده. دا یو شرموونکی حالت دی چې د نړۍ په کچه افغانستان یوازنی هېواد دی چې، د جنسیتي تبعیض له امله نجونې له زده کړو محرومې دي.»
یو شمېر نجونې زده کوونکې بیا د ښوونځیو د خلاصون په تمه دي او همداراز هیله مندې دي چې، یوه ورځ به ښوونځي یې پر مخ پرانېستل شي.
زدهکوونکې شکیلا وايي: «که یوه ورځ هم د نجونو ښوونځي بند وي، د افغانستان لپاره ډېر لوی زیان دی او زه هیله لرم چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.»
زدهکوونکې نجما وايي: «لکه څنګه چې هلکان حق لري ښوونځیو ته لاړې شي، نجونې هم حق لري چې ښوونځیو ته لاړې شي، ځکه په اسلام دین کې هم پر فرض ټینګار شوی.»
ورته مهال یو شمېر هېوادوال هم له اسلامي امارته غواړي چې، پاتې نجونو زده کوونکو ته هم اجازه ورکړي چې، ښوونځیو ته ولاړې شي.
د میدان وردګ اوسېدونکی سلام جان وايي: «غواړم چې اولادونه مې درس زدهکړي، علم وکړي او تعلیم وکړي، تربیه زدهکړي، له وزیر صاحب نه مو دا هیله ده چې زموږ ښوونځي خوشې کړي.»
د هلمند اوسېدونکی محمد ضمیر وايي: «تعلیم په نر او ښځه باندې الله تعالی فرض کړی دی.»
د غور اوسېدونکی نجیبالله نظري وايي: «موږ غواړو چې زموږ خویندې او ورونه ښوونځیو ته لاړې شي او درس ولولي، په راتلونکې کې ډاکټرانې او انجنیرانې شي.»
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال د تېر په څېر د نجونو د پاتې ښوونځیو د خلاصون په تړاو د هڅو د دوام خبره کوي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي: «پهدې برخه کې خو اسلامي امارت په بار-بار وضاحتونه ورکړي دي، موږ هم تر اوسه پورې پر همغو باندې اکتفا کوو.»
له زده کړو د نجونو محرومیت له نړۍ سره د اسلامي امارت پر اړیکو او همداراز د نړۍوالو د مرستو پر دوام منفي اغیز کړی دی. دمګړۍ په مرکز او ولایتونو کې زرګونه نجونې زده کوونکې د زده کړو له دوامه محرومې دي.
په دې اړه مو اندونه