د بادغېس یو شمېر دیني عالمان او اوسيدونکي له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه کوي.
دوی وایي، د نجونو ښوونځیو بند پاتې کېدل به په ټولنه کې د بېسوادۍ د زیاتېدو لامل شي.
د بادغېس د علماوو شورا غړی غلام محمد موحدي وايي: «علم په خپل ذات کې یوه وسیله ده، د علم په زدهکړه کې خاص قید نهشته.»
د بادغېس د علماوو شورا غړی عبدالله جان وايي: «هر دولت باید خلکو ته د زدهکړو زمینه برابره کړي او داسې کارونه وکړي چې خلک د علم زدهکړو ته وهڅوي.»
ورته مهال، د بادغیس اوسېدونکي د نجونو زدهکړې مهمې بولي.
د بادغېس اوسېدونکی ګل محمد وايي: «که د نجونو ښوونځي خلاص نهشي، د ټولنې یوه برخه نالوستی پاتې کېږي.»
د بادغېس یو بل اوسېدونکی جمعه خان وايي: «ښه دی چې زموږ خویدندې لوستې وي او ټولنې کورنۍ لوستې وي.»
بلخوا د دې ولایت یو شمېر زدهکوونکې د ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه کوي.
زده کوونکې وايي: «له اوسني حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي او پرېنږدي چې نجونې له دې ډېرې له زدهکړو پاتې شي.»
یوه بله زدهکوونکې وايي: «له اسلامي امارت غوښتنه کوو چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي.»
په همدې حال د بادغېس د پوهنې ریاست مسوولین وایي، هیله من دي چې د نجونو پر وړاندې به ښوونځي پرانیستل شي.
د بادغېس د پوهنې رییس محب الله احسان وايي: «اوس د نجونو ښوونځي تر امر ثاني پورې معطل دی، امید شته چې خلاص به شي او د اسلامي امارت چې څه فیصله وه، هغه به کېږي او امارت دې ته متوجه دی.»
دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې که د نجونو پر وړاندې ښوونځي برانیستل نشي، راتلونکی کال به د کانکور په ازموینه کې هېڅ ښځینه ګډونواله شتون و نهلري.
په دې اړه مو اندونه