Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د فراه پوهنې ریاست: نوې طرحه کې د زده کوونکو نجونو د تګ راتګ زمینه برابرېږي

د فراه د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې اسلامي امارت د یوې طرحې د ارزولو په حال کې دی چې له مخې به یې تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته د لېږد را لېږد ترانسپورتي خدمتونه چمتو شي.

د دغه ولایت د پوهنې رییس وایي چې د دې طرحې په وروستي کېدو سره به د نجونو پر وړاندې ښوونځي پرانیستل شي.

په همدې حال یو شمېر نجونې زده کوونکو د ښوونځیو نه پرانیستو له امله د خیاطۍ زده کړې ته مخه کړې ده.

د فراه د پوهنې رییس اختر محمد زعیم په دې هکله وویل:«هغوی ته (د متوسطو او لېسو د زده کوونکو) او د هغوی د ښوونکو لپاره د ټرانسپورټ د بودیجې په هکله بحثونه روان دي او د دغې مسلې له حل کېدو سره، له شپږ ټولګې پورته نجونو ته اجازه ورکول کېږي چې ښوونځي ته ولاړ شي.»

په فراه کې ځينې زده کوونکې د ښوونځیو د تړلو پاتې کېدو له امله د خیاطۍ زده کولو ته یې مخه کړې ده.

زده کوونکې نجیبه وايي:«دلته راغلې یم او د خیاطۍ کار مې پیل کړی دی او له هغو کسانو مننه کوم چې زموږ ملاتړ کوي.»

بله زده کوونکې فرشته هم څرګندوي:«له ډېرو رواني ستونزو سره مخ وم او له هغه وخته چې دلته د خیاطۍ لپاره راغلې یم لږه ښه شوې یم.»

په همدې حال د ښځو د حقونو ځينې فعالانې وایي، چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړلي پاتې کېدل به ناوړه پایلې ولري.

د ښځو د حقونو فعاله ستاره په دې هکله وايي:«که چېرې د هېواد د پرمختګ غوښتونکي یوو باید زده کوونکو نجونو ته اجازه ورکړو چې ښوونځیو ته ولاړې شي، ځکه هغوی د ټولنې نیمه برخه جوړوي.»

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره اوونۍ ترکیه کې یوې ناستې ته د وینا پر مهال ویلي و چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي به پرانیستل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه