په ملګرو ملتونو سازمان کې د ناروې استازي په خبرپانه کې ویلي دي چې ناروې به په افغانستان کې د ملګرو متلونو سازمان د استازولۍ (یوناما) د رول په هکله جوړه کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي تمه کېږي چې دغه غونډه د تړلو دروازو ترشاه د افغانستان د سیاسي وضعیت په هکله جوړه شي.
په ملګرو ملتونو سازمان کې د ناروې سفیره مونا جول د افغانانو د وضعيت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
په ملګرو ملتونو کې د ناروې سفيره مونا جول وايي:«د دې علت، چې موږ غړي په دې ډول سره راټولوو، دا ده چې د سیاسي وضعیت په اړه غیر رسمي او انتقادي بحث وشي او مشخص کړو، چې د امنیت شورا په راتلونکي کې څنګه د ملګرو ملتونو د ماموریت د سیاسي اړخونو څخه په ښه توګه ملاتړ کولی شي.»
اسلامي امارت وايي، له هر هغې ناستې هرکلی کوي، چې په کې د افغانانو د وضعيت په اړه خبرې وشي.
د اسلامي امارت مرستيال وياند بلال کريمي څرګندوي:«ټولې هغه غونډې چې په یوه هېواد کې جوړېږي او په یو ډول د افغانستان پر مسایلو بحث کېږي، د افغانستان خلکو تمه دا ده چې له افغانستانو سره مرسته وشي، همکاري وشي او هغه ستونزې چې شتون لري د خبرو اترو، مذاکرې او مصالحې له لارې حل شي.»
د سياسي چارو شنونکي وايي، چې د دغه ډول ناستو جوړېدل کولای شي، چې د افغانستان د سياسي وضعيت له بهبود سره مرسته وکړي.
د سياسي چارو کارپوه عبدالجميل شيرانی وايي:«ناروې هغه هېواد دی، چې همېشه يې د افغانستان د اوسني او پخواني حکومت په اړه مثبت او رغنده رول لوبولی دی.»
د سياسي چارو کارپوه وحيد فقيري څرګندوي:«د ناروې په بلنه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه يو مثبت اقدام دی او افغانان بايد استقبال وکړي. مګر يوه خبره چې بايد وشي هغه دا چې په داسې غونډو کې د افغانستان د خلکو استازي بايد موجود وي.»
په ملګرو ملتونو کې د ناروې د استازولۍ په اعلاميه کې راغلي، چې دې غونډې ته د ملګرو ملتونو پنځه نوي غړي هم بلل شوي؛ خو نومونه يې نه دي په ډاګه شوي.
ټاکل شوې، چې دې غونډه ته به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشره روزا اوتانبایوا هم خبرې وکړي.
په دې اړه مو اندونه