Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د وژنو او انسان تښتونو پېښو له ډېرېدو د بلخ اوسېدونکو او ډاکټرانو اندېښنه

د بلخ یو شمېر اوسېدونکي او ډاکټران په‌دې دې ولایت کې د انسان تښتونې پېښو د زیاتوالي او وژنو په اړه اندېښمن دي.

دوی له امنیتي مسوولینو غواړي چې د ورته پېښو عاملین ونیسي او د خپلو ناوړه کړنو له امله سخته جزا ورکړي.

ډاکټر فضل الرحیم هوشمند وايي: «له مسوولانو او امنیتي کسانو مو غوښتنه ده چې ډاکټرانو ته زمینه برابره کړي، څو په ارام ډول کار وکړي.»

ډاکټر سید عادل شاه وايي: «زموږ ټول هم‌مسلکان د خپل ځان، د کورنۍ غړیو او نږدې خپلوانو د ځان خوندیتوب ته اندېښمن دي.»

یو بل ډاکټر احمد سیر امیري وايي: «سهار چې له کوره وځو دې ته اندېښمن یوو چې موږ او کورنۍ ته مو څه پېښه و نه‌شي.»

په همدې حال د بلخ یو شمېر اوسېدونکي هم دغه ولایت کې د جنایي پېښو د زیاتوالي په اړه اندېښمن دي.

د بلخ اوسېدونکی محمد قیوم  وايي: «له اسلامي امارته مو غوښتنه ده چې په سم ډول د خلکو امنیت ټینګ کړي.»

د بلخ یو بل اوسېدونکی فضل الرحمن وايي: «ورو-ورو امنیتي وضعیت په خرابېدو دی، له حکومت مو غوښتنه دا ده چې بېرته وضعیت سم کړي.»

بل خوا د بلخ امنیه قوماندانۍ مسوولین ډاډ څرګندوي چې د وروستیو پېښو، په ځانګړې توګه دغه ولایت کې د یوه ډاکټر د وژلو عاملین به ونیسي.

د بلخ امنیه قوماندانۍ ویاند محمد اصف وزیري وايي: «تمه ده چې د ډاکټر اسدالله شارق د شهادت عملان ونیسو او د قانون منګولو ته یې وسپارو.»

دا اندېښنې داسې مهال وړاندې کېږي چې تازه مزارشریف ښار کې د اسدالله شارق په نوم د عمومي جراحۍ یو متخصص د نامعلومو کسانو له لوري ترور شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه