Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په پلازمېنه کې د سون توکو بیو لوړېدل

د ژمي په را رسېدو سره د پلازمېنې په بازارونو کې د سون توکو په ځانګړې توګه د لرګیو او ډبرو سکرو بیې لوړې شوې دي.

سږ کال په بازارونو کې یو خروار لرګي په اتو زرو او یو خروار د ډبرو سکاره تر ۹ زره افغانیو پلورل کېږي.

ورته مهال، د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، د بې وزلۍ او بې‌روزګارۍ له امله د سون توکو د پېرلو وس نه‌لري او له اسلامي امارته غواړي چې له د سون توکو بیې کابو کړي.

د کابل اوسېدونکی نجیب‌الله وايي: «بې‌وزله خلک یوو د لرګیو او ډبرو سکرو اخیستلو توان نه‌لرو، باید اسلامي امارت دې برخې ته پاملرنه وکړي.»

یو بل اوسېدونکی عبدالقدوس وايي: «ومو نه شول اخیستلای، اړ یو بېرته کور ته لاړ شو، ځکه اقتصادي وضعیت کمزوری دی.»

له دې سره سم، د سون توکو ځینې پلورونکي بیا پاکستان ته له حده ډېر د ډبرو سکرو صادرات په هېواد کې د سون توکو د بیو د لوړېدو اصلي لامل ګڼي.

خو یو شمېر هټۍوال بیا وايي، د نورو کلونو پر تله سږکال د لرګیو او ډبرو سکرو بازار پیکه شوی دی.

یو پلورونکی نور ګل وايي: «د تېر کال پرتله بیې لوړې شوي، تېر کال د لرګیو بیه اووه زره افغانۍ وه، سږ کال اته زره افغانۍ شوې ده.»

یو بل پلورونکی شاکر وايي: «د ډبرو سکاره پاکستان ته روان دی، په همدې خاطر بیې لوړې شوې دي.»

له بل لوري اقتصاد وزارت وايي، دغه وزارت د بشري مرستو د راجلبولو او همداراز د هېوادوالو د ستونزو د حلولو په لټه کې دی.

د دې وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي: «زموږ هڅه دا ده چې له بېلابېلو لارې د سون او خوراکي توکو تړونونه لاسلیک شي او بیې راټیتې شي او همداراز د بشرپاله او پراختیايي مرستو په تر لاسه کولو سره د کورنیو وضعیت ښه شي.»

د کابل د اړتیا وړ د ډبرو سکاره د هېواد له شماله او د اړتیا وړ لرګي بیا له سویله او په ځانګړې توګه له پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو برابرېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه