Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل ښار کې د امنیتي کمرو لګولو لړۍ دوام

د کابل امنیه قومندانۍ وايي، له دوو اونیو راهیسې د امنیتي وضعیت د ښه‌والي لپاره په کابل ښار کې د امنیتي کمرو د نصبولو چارې پیل شوې دي.

د دې قومندانۍ د ویاند په وینا، تر اوسه یوازې په کابل ښار کې څه باندې ۲ زره امنیتي کمرې نصب شوي او لا هم دغه بهیر دوام لري.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ زیاتوي: «دغه یوازي یوه سپارښتنه ده، دوی ته یوازې ته د کمرو اهمیت ښودل دي، جبري نه‌دی چې هر شخص به یې حتماً لګوي، خو په لویو-لویو ښارګوټو کې چې په کومو ځایونو کې یې دروازې دي، د ښارګوټو مسوولان مکلف دي چې کمرې ولګوي.

د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، د اقتصادي ستونزو له امله د امنیتي کمرو د پېرلو وس نه لري.

د کابل اوسېدونکی محمد هادي وايي: «کله چې برښنا نه‌وي، څه ډول امنیتي کامري فعالې شي او له امنیتي پېښو مخه ونیسي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی میر احمد زیاتوي: «امنیتي کمرې پیسو ته اړتیا لري، د خلکو اقتصاد خراب دی او دومره توان نه‌لري چې پنځه یا شپږ زره افغانۍ کامرې وپېري.»

د نظامي چارو ځینې شنونکي بیا د امنیتي کمرو نصبول د حکومت کار ګڼي.

د پوځي چارو کارپوه اسد الله ندیم زیاتوي: «د امنیتي کامرو لګول، کار او د فعالیت یې باید د قانون او خلکو له کلتور سره سم، د دولت مکلفیت دی، کورونه خصوصي حریمونه دي.»

تر دې مخکې تېر حکومت هم په ۲۰۲۰ کال کې په کابل ښار کې د امنیتي کمرو د نصبولو چارې پیل کړې وې.

خو اوس د کابل امنیه قومندانۍ بیا په ښارګوټو کې د امنیتي کمرو نصبول جبري او په نورو سیمو کې اختیاري ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه