Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له افغانستان سره نړیوالې مرستې؛ تازه جرمني د ۹۰ مېلیونه یورو ژمنه کړې

د افغانستان لپاره د جرمني سفارت ویلي، جرمني له افغانستان سره ۹۰ مېلیونه یورو مرسته کوي.

دې سفارت پر خپل ټویټر لیکلي، دغه مرستې به د خوړو نړیوال پروګرام او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له لارې ولګول شي.

د افغانستان لپاره د جرمني سفارت لیکلي: «په افغانستان کې بد انساني وضعیت ته په کتو جرمني د افغانستان لپاره په خپلو بشري مرستو کې ۹۰ میلیونه ډېروالی راوستی دی.»

د اقتصادي چارو کارپوه دریا خان بهیر وايي: «افغانستان د نړیوالې ټولنې مرستو ته سخته اړتیا لري او دا مرستې هغه وخت ګټورې تمامېدای شي چې کله په سترو اقتصادي پروژو کې ولګول شي.»

له څه باندې یو کال راهیسې افغانستان ته څه باندې ۱ نیم میلیارده ډالره راغلي؛ خو یو شمېر هېوادوال وايي چې، له دغو مرستو لا هم نه دي برخمن شوي او د دغو مرستو د وېشني پر څرنګوالي نیوکې لري.

د کابل اوسېدونکی عبدالاحمد وايي: «په تېر یو نیم کال کې موږ ته هېڅ مرسته نه‌ده رسېدلې، د غریب هېڅ پوښتنه نه‌شته.»

د کابل یو بل اوسېدونکی عمر علي وايي: «نه مو کومه مرسته تر لاسه کړې، نه کوم کار شته او نه هم غریبي، خلک بې‌روزګاره او بې‌چاره دي.»

د کابل اوسېدونکی نورالدین زیاتوي: «خلکو د برښنا بېلونه نه‌دي ورکړي او خلک ډېر سخت بې‌چاره شوي دي.»

اقتصاد وزارت بیا ډاډ ورکوي چې د نړۍوالو پر مرستو څارنه لري او په وینا یې ډېری دغه مرستې د طبیعي پېښو له امله پر زیانمنو ویشل شوي دي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي: «کومې پیسې چې له افغانستان سره مرستې شوي، په بېلابېلو برخو کې لګول شوي چې په‌دې کې طبیعې پېښې او هغو کسانو ته ورکړل شوي چې په  سېلابونو او زلزله کې اغېزمن شوي او همداراز اړمنو او مستحقو کسانو ته ورکړل شوي.»

تر دې مخکې د سره صلیب اجراییه رئیس ویلي، په افغانستان کې ۲۴ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري او په وینا یې د مرستو په پرې کېدو سره به په دغه هېواد کې اقتصادي وضعیت لاپسې خراب شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه