د کورنیو چارو وزارت کابل کې د یوې خبري ناستې په لړ کې افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور رد کړ.
د دغه وزارت ویاند وايي، د تېرو کلونو پر تله سږکال په افغانستان کې امنیت ښه دی او په دې تړاو هېوادوالو ته ډاډ هم ورکوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع تکور وايي:«د افغانستان اوسنی امنیت په تېرو ۴۰، ۵۰، ۶۰ کلونو کې به داسې مثال وړاندې نه شي چې د افغانستان د اوس په څېر امنیت کې په کې راغلی وي.»
نوموړی زیاتوي، د افغانستان په هېڅ ځای کې کوکنار نه دي کرل شوي او هېچا ته به اجازه ورنه کړ شي چې، کوکنار وکري.
ښاغلی ټکور زیاتوي:«د افغانستان په ټوله جفرافیه کې به یو حریب یا یو پټی به داسې پیدا نه کړئ چې په هغه باندې دې کوکنار کرل شوي وي.»
خو د چارو ځینې شنوونکي په دې باور دي چې افغانستان لاهم د نشه يي توکو د کښت، پروسس له پلوه په نړۍ کې لومړی مقام لري.
د سیاسي چارو شنوونکی صادق شینواری وايي:«له بده مرغه افغانستان لا هم د نشه يي توکو د کښت، پروسس او قاچاق له پلوه د نړۍ په لومړي مقام کې ځای لري او همدارنګه د نشه يي توکو د روږدو شمېر زیاتوالی جدي دی.»
د کورنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، امنیتي بنسټونو په تېرو دوو میاشتو کې د جنايي پېښو په تړاو څه باندې ۱۲۰۰ راپورونه ترلاسه کړي او څه باندې ۸۰۰ ته یې رسېدنه شوې ده.
په دې اړه مو اندونه