چین او سعودي عربستان په یوې ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د امنیت او ټيکاو د ښه والي لپاره پر هڅو ټینګار کړی دی.
د دغې اعلامیې په یوه برخه کې د افغانستان په تړاو هم یادونه شوې چې دواړه هېوادونه به په افغانستان کې د امنیت او ټیکاو د ښه والي په موخو خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د چین او سعودي عربستان د ګډې اعلامیې په یوې برخه کې راغلي دي:«دواړه لورو امنیت او ټيکاو ته د افغانستان د رسېدو پرهڅو او د ترهګرو لپاره پر یوه امن ځای د افغانستان د نه بدلېدو پر ډاډ ټینګار وکړ. هغوی د بشردوستانه هڅو د پیاوړتیا پراهمیت چې د نړۍوالې ټولنې له لوري د افغانستان د وضعیت د خرابېدو د مخنیوي او په افغانستان کې د بشري مرستو د برابرېدو لپاره ترسره کیږي، هم ټينګار وکړ.»
خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال په هېواد کې د ترهګرو ډلو د حضور په تړاو اندېښنې بې بنسټه بولي او ټينګارکوي، چې سرپرست حکومت به هېڅ ډلې ته په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو اجازه ورنه کړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«هغوی له افغانانو سره په بشري، اقتصادي او سوداګریزو مسایلو کې همکاري کوي دا ګام د ستایلو دی او د دې په کله چې افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد لپاره به ګواښ نه وي په دې هکله د اسلامي امارت دریځ څرګند دی چې ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې به هېڅ هېواد ته ګواښ متوجه نه وي.»
بل خوا، د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي، پردې باور دي، چې ګاونډي او د منځنۍ اسیا هېوادونه باید په افغانستان کې د وضعیت په ښه کېدو کې خپل رول په ښه توګه ترسره کړي.
د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله جامع وايي:«دا د افغان حکومت مسوولیت دی چې له یوه ګډ ډپيلوماټيک ګام سره د سیمې او نړۍ د هېوادونو دغه اندېښنې رفع کړي او باید حل یې کړي.»
د نظامي چارو شنونکی صادق شینواری هم څرګندوي:«طالبان باید دا ډاډ ورکړي او د ګاونډیو هېوادونو لپاره د ډاډ ښه چاپېریال رامنځته کړي.
په کابل کې د ایمن الظواهري د وژل کېدو له ادعا وروسته، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په تړاو د یو شمېر هېوادونو اندېښنې زیاتې شوي دي، خو اسلامي امارت تل دغه اندېښنې بې ځایه بللې دي.
په دې اړه مو اندونه