Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل مېشتي د نجونو ښوونځيو د بیا پرانیستو غوښتنه کوي

 له شپږم ټولګي د نجونو زده کوونکو د ښوونیزې دورې له پای سره هم مهاله، ځينې کابل مېشتي له سرپرست حکومته غواړي چې نجونې له زده کړو بې برخې نه کړي.

د کابل اوسېدونکی لطف الله وویل:«درسونه او ټولګي باید پیل شي، چې دوی وکړای شي لار پيدا کړي او حتا تر دولسم ټولګي باید ښوونځي پرانیستل شي.»

د کابل یوه بل اوسېدونکي محتبی هم څرګنده کړه:«د اسلامي امارت له حکومته زما غوښتنه دا ده چې ښځو ته دې بیا زمینه برابره کړي چې زمو خویندې او ښځې وکړای شي بیاځلې ښوونځيو ته رجوع وکړي.»

طیبه د شپږم ټولګي په ازموینه کې اول نومره شوې ده، خو د نجونې د منځنۍ او لېسې دورې د ښوونځیو د نه پرانیستل کېدو له امله اندېښنه ده.

طیبه له اسلامي امارته غواړي، چې نجونې له زده کړو محرومې نه کړي:«زښته زیاته خفه یم چې زه نور درس نه شم ویلای دا اول نمره ګي او دا پایله زما په درد نه خوري.»

بلخوا ځينې زده کوونکې وایي، چې خپلې راتلونکې ته اندېښمنې دي.
  
زده کوونکې حسنا وايي:«نن د ناهیلۍ ورځ ده چې سبا یا بل کال ښوونځي ته حاضرېدای نه شو، دا دومره نجونې چې دا دوه کاله په کور ناستې دي له زړه یې راغلوو او ډېره سخته ده چې په کور کې کېنو او د ښوونځيو دروازې زموږ پر مخ تړلې وي.»

زده کوونکې  سعدیه هم څرګندوي:«زده ډېره خفه یم چې ښوونځي زموږ پر مخ تړل کېږي او په افغانستان کې ټولې نجونې په کور ناستې دي زه ډېره جګر خونه شوم.»

څه باندې یو کال کېږي، چې نجونې د منځنۍ او لېسې دورې ښوونځيو ته له تګه محرومې دي او اسلامي امارت د کال په پای کې له ښځينه زده کوونکو نه د ارتقا ازموینه واخیسته.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه