د اسلامي امارت له لوري په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو غیردولتي موسسو د ښځینه کارکوونکو د دندو له ځنډول کېدو وروسته، څلورو نړیوالو ادارو په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول.
د ناروې د کډوالو شورا، د ماشومانو خوندیتوب سازمان، پاملرنې موسسه او د ژغورنې نړیواله کمېټه هغه څلور نړیوال بنسټونه دي چې تر دې مهاله یې د ښځینه کارکوونکو د دندو ځنډولو په غبرګون کې یې خپل فعالیتونه ځنډولي دي.
د ناروې د کډوالو شورا پهدې اړه په یوې خپره کړې اعلامیه کې لیکلي: «د خپلو ښځینه کارکوونکو له مرستې پرته نهشو کولای په ګټوره توګه اړمنو ماشومانو، ښځو او نارینهوو ته رسېدنه وکړو. »
له دې سره هممهاله د ماشومانو خوندیتوب سازمان زیاتوي، د مرستو رسولو تر څنګ به دا پرېکړه د روان اقتصادي بحران پر مهال زرګونه دندې اغېزمنې کړي.
دې سازمان په یوې اعلامیه کې زیاته کړې: «په داسې حال کې چې موږ د دې اعلان په اړه سپیناوی غواړو، موږ خپلې برنامې ځنډوو او تر څنګ یې غوښتنه کوو چې نارینه او ښځینه په مساوي توګه په افغانستان کې زموږ د ژوند ژغورنې مرستو ته دوام ورکړي.»
په افغانستان کې د پاملرنې نړیوالې موسسې د اسلامي امارت له لوري په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځینه کارکوونو د کار بندولو پر پرېکړې اندېښنه څرګنده کړې ده.
دې موسسې په یوې خبرتیا کې لیکلي: «له ښځینه مرستندویه کارکونکو پرته، غیردولتي موسسې نهشي کولای ښځو، نجونو او کورنیو ته لاسرسی پیدا کړي او همداراز دا د نیم نفوس لپاره چې وار له مخه د لوږې له بحران سره مخ دي، مرستو ته لاسرسی کموي.»
د دې بنسټونو تر څنګ د ژغورنې نړیوالې کمېټې هم په افغانستان کې د خپل فعالیت درولو اعلان وکړ. دې ادارې دې پرېکړې ته په غبرګون کې لیکلي: «په هره کچه د ژغورنې نړیوالې کمېټې د خدمتونو وړاندې کول په ښځینه کارکوونکو پورې متکي دي. که موږ ته د ښځینه کارکوونکو د کار کولو اجازه رانهکړل شي، له اړمنو سره مرسته نهشو کولای. په همدې خاطر د ژغورنې نړیواله کمېټه د اوس لپاره په افغانستان کې خپل خدمتونه ځندوي.»
د دې تر څنګ د اسلامي همکارۍ ادارې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق، د بېپولې ډاکټرانو ټولنې او ګڼو نورو نړیوالو او کورنیو بنسټونو خبرداري ورکړي چې له خپلو ښځینه کارکوونکو پرته نهشي کولای په سم ډول خپلې چارې پر مخ یوسي.
دا په داسې حال کې ده چې د اقتصاد وزارت د تېرې شنبې په ورځ ډېسمبر ۲۴مه (مرغومي ۳مه) د یوه مکتوب له لارې په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو غیردولتي موسسو د ښځینه کارکوونکو دندې وځنډولې چې دا پرېکړه له سختو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوه.
په دې اړه مو اندونه