د کورنیو چارو وزارت چارواکي د دې پخلی کوي چې د بدخشان امنیه قومندان عبدالحق ابوعمر، په فیض اباد ښار کې د موټر بمب چاودنه کې ووژل شو.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي چې دغه پېښه نن سهار (دوشنبې د مرغومې په ۵مه) د بدخشان امنیه قومندانۍ ته نږدې رامنځته شوې ده.
د ښاغلي ټکور په وینا، په دغې پېښه کې دوه تنه ټپيان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت زیاتوي چې د پېښې په تړاو څلور تنه نیول شوي دي.
په دې اړه مو اندونه