Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټولنه: ۳۵ پوهنتونونه او تحصیلي موسسې له ډيوالۍ سره مخ دي

د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسساتو ټولنه وايي چې په پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړو له بندیز وروسته ۳۵ خصوصي پوهنتونونه د ډيوالۍ له خطر سره مخ شوي دي.

د دې ټولنې د رسنیو څانګې مشر وايي، چې د خصوصي پوهنتونونو له ۳۰ تر ۳۵ سلنه زده کړیالانې نجونې دي.

د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسساتو ټولنې د رسنیو مسوول محمد کریم ناصري په دې هکله وویل:«اقتصادي ستونزې بېخي بې حده ډېرې دي. همدا اوس چې زه تاسو سره مرکه کوم ۳۰ تر ۳۵ پورې پوهنتونونو که چېرې اقتصادي ستونزې حل نه شي، نو ممکن وتړل شي.»

د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو مسوولان خبرداری ورکوي، که چېرې نجونو ته پوهنتونونو ته د تګ اجازه ورنه کړی شي، نو ډېری پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې به وتړل شي.

د مورا تعلیمي او تحصیلي کمپلکس بنسټ ایښودونکی عزیزالله آمر وايي:«په دې ښوونیز مرکز کې هېڅ نارینه حضور نه درلود او که چیرې د دې فرمان تطبیق دوام پیدا کړي، نو موږ مجبور یوو، چې د تل لپاره د دې مرکز دروازه وتړو.»

د دعوت پوهنتون علمي مرستیال عنایت الله خلیل هدف هم څرګندوي:«پوهنتونونه د نجونو پر وړاندې تړلي دي، خو د پوهنتونونو تړل موږ د لنډې مودې لپاره ګڼوو. هیله ده، چې ژر تر ژره پوهنتونونه د زده کړیالانو پر وړاندې خلاص شي.»

بل خوا د لوړو زده کړو وزارت ویاند زیاتوي، د خصوصي پوهنتونونو پر وړاندې د پرتو ستونزو حل لپاره هڅې روانې دي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیاءالله هاشمي وویل:«کومو خنډونو او ستونزو چې د دوی د خدمتونو وړاندې کولو مخه نیولې. موږ هڅه کوو، چې د دوی لپاره اسانه اصول برابر کړو، ترڅو دوی خدمتونه په ښه ډول ولس ته وړاندې کړي.»

د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو ټولنه وايي، اوس مهال په افغانستان کې ۱۴۰ خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې فعالیت کوي، چې په کې شاوخوا ۲۰۰ زره زده کړیالان په زده کړو بوخت دي.

تېره اوونۍ لوړو زده کړو وزارت د یوه رسمي مکتوب په خپرولو سره پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو کې د نجونو د زده کړو بهیر ځنډولی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه