Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت: پاکستان دې له بې بنسټه او پارونکو څرګندونو ډډه وکړي

اسلامي امارت وايي، د افغانستان په اړه د پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې د تاسف وړ دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې سرپرست حکومت د پاکستان په ګډون له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او د دغه هېواد چارواکي باید له بې اساسه خبرو او پارونکو څرګندونو څخه ډډه وکړي.

ذبیح الله مجاهد ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به نورو هېوادونو ته هېڅ ګواښ پېښ نه شي.

نوموړي وویل:«په دا وروستیو کې د پاکستاني چارواکو لخوا د افغانستان په اړه ناسمې څرګندونې کېږي چې موږ يې د تأسف وړ بولو. اسلامي امارت ټوله هڅه کوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان او هېڅ کوم بل هېواد په وړاندې ونه کارول شي.»

د پاکستان دفاع وزیر له جیونیوز سره په تازه خبرو کې ادعا کړې، چې د پاکستاني طالبانو تحريک په افغانستان کې پټن ځایونه لري او له طالبانو سره د شوې هوکړې برعکس د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي:«موږ له اوسنیو افغان چارواکو سره په تماس کې یوو او هیله لرو چې د هغو اړیکو پر بنسټ چې دوی يې له موږ سره لري، په پاکستان کې به د ترهګرۍ مخه ونیسي او اجازه به ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي.»

په همدې حال کې د پاکستان د ملي امنیت کمېټې د افغانستان د نوم له يادولو پرته ویلي چې هېڅ هېواد ته به اجازه ورنه کړي، چې ترهګرو ته پناه ځایونه او اسانتیاوې برابرې کړي.

پاکستانی خبریال طاهر خان په دې هکله وویل:«پاکستان چې په دغه اعلامیه کې کومه خبره کړې ده، چې ترهګرو ته به د بل هېواد د خاورې څخه د ګټې اخیستنې اجازه ورنه کړي، نو زما په نظر هدف یې افغانستان دی؛ ځکه له هندوستان سره اوس دغه مسئله نشته.»

یو شمېر سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ شته ستونزې او اندېښنې باید د خبرو له لارې هوارې شي.

 د سياسي چارو کارپوه حسن حقیار وايي:«که د واړو هېوادونو تر منځ کومه ستونزه وي، دا باید په تفاهم او مذاکرې هواره شي. یو بل ته اخطارونه ورکول ستونزه نه هواروي.»

د سياسي چارو کارپوه جنت فهیم چکري هم څرګندوي:«پاکستان کوشش کوي چې له افغانستان سره پټه او ښکاره دښمني ولري. دا تر اوسه یواځې د یوې ادعا په حد کې ده او پاکستان هېڅ شواهد نه دي وړاندې کړي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد استفاده شوې وي.»

د پاکستان او افغانستان ترمنځ ناندرۍ وروسته له هغې زیاتې شوې چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پر پناه ځایونو برید شونی وکاڼه.

تر دې وړاندې د پاکستاني طالبانو تحريک د اسلامي امارت په منځګړیتوب له اسلام اباد سره اوربند وکړ او دا اوربند تېره میاشت پای ته ورسېد، چې له دې وروسته دغې ډلې په پاکستان کې دننه ګڼ بریدونه کړي دي.

د پاکستان دفاع وزیر له جیونیوز سره په تازه خبرو کې ادعا کړې، چې د پاکستاني طالبانو تحريک په افغانستان کې پټن ځایونه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه