د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي، هېڅکله یې نهدي ویلي چې اسلاماباد د افغانستان پر خاوره برید کوي؛ بلکې کوم هېواد چې د پاکستان ګټې له خطر سره مخ کړي جګړه به ورسره وکړي.
دغه پاکستانی چارواکی په یوې خبري ناسته کې زیاته کړې، د پاکستان د ملي امنیت شورا د پرېکړې له مخې باید په افغانستان کې د اسلامي امارت له حکومت سره خبرې وشي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله وايي: «ما په خپلې وینا کې نهدي ویلي چې غواړو پر افغانستان او یا هم په هغه هېواد کې پر چا برید وکړو، خو د نړۍوالو قوانینو له مخې، که ترهګر حضور ولري او داسې خبرداری هم ورکړي چې پر یوه ځای به برید وکړي؛ نو موږ کولای شو په هر ځای کې یې پر وړاندې ودرېږو.»
ورته مهال د سرپرست حوکومت د ملي دفاع وزارت وايي، اسلامي امارت د دې ستونزې د حل لپاره خبرو اترو ته چمتو دی او چا ته د برید اجازه نه ورکوي.
د ملي دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي پهدې اړه وايي: «هر هغه څه چې بالاخره د ډېپلوماټیکو او نړیوالو اصولو خلاف وي، موږ د خپل هېواد دفاع ته چمتو یوو. ټولې نړۍ ته وایوو چې افغانان له خپلې خاورې د دفاع ښه تجربه لري، خو جګړه د هېچا په ګټه نهده.»
له دې سره سم، د چارو ځینې شنونکي پر دې باور دي چې، د پاکستاني چارواکو غیر مسوولانه څرګندونې به د کابل او اسلام آباد تر منځ پر اړیکو بدې اغېزې وکړي.
د سیاسي چارو کارپوه نجیبالله جامع وايي: «که پاکستان غواړي له افغانستان سره نېکې اړیکې ولري، دا ورته لازمه ده چې پهخپلو سیاستونو کتنه وکړي.»
د پوځي چارو کارپوه اسدالله نديم وايي: «پاکستانیان متوجه شوي چې دا برید پاکستاني لوري ته هم درنې او نه جبرانېدونکې پایلې لري، په همدې خاطر یې په شاتګ وکړ او دا د دواړو په ګټه دی.»
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وروستیو څرګندونو د سرپرست حکومت او ځینو افغان سیاستوالو تُند غبرګون راپارولی وو. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي وو چې، د نړۍوالو قوانینو له مخې، اسلاماباد د دې حق لري چې، د افغانستان په خاوره کې هم د پاکستان د طالبانو تحریک پر پټنځایونو برید وکړي.
په دې اړه مو اندونه