د افغانستان د شیعه علماوو شورا ځينې غړي له اسلامي امارته غواړي چې په افغانستان کې ټولګډونه حکومت رامنځته کړي چې په هغه کې د ټولو قومونو استازي ونډه ولري.
د افغانستان د شیعه علماوو شورا غړی ضامن علي احمدي وايي:«د افغانستان له اسلامي امارته د ولس او خلکو تمه دا ده، چې د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي او د ټولو قومونو استازو ته په کې ګډون ورکړي.»
د افغانستان د شیعه علماوو شورا بل غړي عبدالله افضلي هم وویل:«موږ چې کومه تمه لرو د افغانستان ټول قومونه که هغه د جهاد پرمهال د طالبانو د اسلامي تحریک غړي وو یا نه وو، نو د استعداد او لیاقت له مخې دې حکومت کې ځای ورکړي.»
له دې سره هم مهاله د ایران په زاهدان ښار کې د سنیانو ملا امام مولوي عبدالحمید، د جمعې د لمانځه په خطبه کې له سرپرست حکومت غوښتي، چې په خپل اډانه کې دې د قومونو او مذهبونو ظرفیتونه جذب کړي.
دغه دیني عالم ټینګار کوي، چې طالبان باید په دولتي ادارو کې وړ کسان په دندو وګوماري.
د ایران په زاهدان کې د سنیانو جمعې د لمانځه ملا امام مولوي عبدالحمید وايي:«د افغانستان اسلامي دولت مسوولانو څخه مې غوښتنه دا ده، چې د ټولو قومونو او استعدادونو څخه کار واخلي او ټول افغان ولس اسلام ته هیله من کړي.»
بل خوا د اسلامي امارت ویاند د دغه دیني عالم د څرګندونو په غبرګون کې وايي، په سرپرست حکومت کې د ټولو قومونو استازي شتون لري او اوسنی حکومت له ولس رامنځته شوی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګنده کړه:«د حکومت په اډانه کې تر لوړې کچې د هر قوم استازي حضور لري او د تېر نظام ۸۰ سلنه کارکوونکي په خپل ځای دي. په دې تړاو باید څوک اندېښنه ونه لري.»
د ایران په زاهدان کې د سنیانو ملا امام له سرپرست حکومت غوښتي، چې د یوې ورځې لپاره هم ښځې له زده کړو منع نه کړي او ښځو ته دې د اسلامي شرایطو په نظر کې نیولو سره د زده کړو اجازه ورکړي.
په دې اړه مو اندونه