Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان په هکله د ګاونډیو هېوادونو او روسیې د ځانګړو استازو غونډه

د سه شنبې په ورځ (د کب په ۱۶مه) په تاشکند کې د افغانستان په چورلیز د ګاونډيو هېوادونو د ځانګړو استازو غونډه د اسلامي امارت د استازو له حضور پرته پېل شوه.

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په دې غونډه کې د ازبیکستان، چین، پاکستان، روسیې، تاجیکستان او ترکمنستان استازو په افغانستان کې د اوسني وضعیت، د سولې د ټينګښت او له دغه هېواد سره د بشري مرستو په تړاو خبرې وکړې.

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي:«په دې غونډه کې د ازبیکستان، چین، ایران، پاکستان، روسیې، تاجیکستان او ترکمنستان استازو ګډون کړی دی او د افغانستان د اوسني وضعیت او په دغه هېواد کې د اوږدمهالې سولې د ټينګښت په برخه کې د دوی د همکاریو په تړاو خبرې کوي.»
                                            
د نړۍوالو چارو شنونکی ولي فروزان وايي:«په دغو نړۍوالو سیالیو کې، افغانستان د یوې سټراټېژيکې سیمې په توګه استفاده کېږي او هر یو دغه هېوادونه کوښښ کوي چې له افغانستانه په خپله ګټه استفاده وکړي.»

بل خوا، اسلامي امارت وایي، هره غونډه چې د افغانستان په ګټه پرېوځي، ملاتړ یې کوي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي:«ټولې هغه غونډې چې د همکارۍ او مرستو په پار جوړېږي او د افغانستان له خلکو سره د بشري او انساني مسایلو او همدارنګه د نظام په ټينګښت او ټولو برخو کې چې د هېواد په ګټه وي، یو ښه ګام دی.»

د سیاسي چارو یو شمېر شنوونکي په دې باور دي، چې د دغه راز غونډو جوړېدل د هېواد د وضعیت د ښه والي لپاره ګټورې دي.
                                                 
د سیاسي چارو شنونکی سید مقدم وايي:«دغه هېوادونه د دې غوښتونکي دي چې له اوسني سرپرست حکومت سره نږدې تعامل ولري. چې وکړای شي د افغانستان خلکو ته بشرپالې مرستې زیاتې کړي.»

په تېر څه باندې یو کال کې د سیمې او نړۍ په هېوادونو کې د افغانستان په تړاو تر لسو ډېرې غونډې جوړې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه