Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان مرکزي بانک: د شتمنیو یوې کوچنۍ برخې ته مو لاسرسی پيدا کړ

د افغانستان مرکزي بانک وايي چې په تېر یوه کال کې یې د خپلو شمتنیو یوې کوچنۍ برخې ته لاسرسی پیدا ړی دی.

د افغانستان مرکزي بانک د بازار عملیاتي رییس محمد عباس سامح وايي چې له نړۍوالو سازمانونو سره یې تخنیکي خبرې اترې کړي او تمه کېږي چې د هېواد اسعاري شتمنۍ ازادې شي.

د ښاغلي سامح په وینا، د هېواد څه باندې ۹ مېلیادر ډالره اسعاري شتمني کنګل شوې چې ۷۹ سلنه یې د امریکا په متحده ایالاتو کې او پاتې نور یې په اوو نورو هېوادونو کې ساتل کېږي.

محمد عباس سامح وویل:«له کابو ۱۹ میاشتو راهیسې د اسعاري زېرمو سترې برخې ته یې لاسرسی پرې شوی دی؛ خو موږ له پرله‌پسې هڅو سره وتوانېدو چې په محدوده توګه د هغې کوچنۍ برخې ته لاسرسی پيدا کړو.»

د افغانستان بانک وايي، له یوه کال راهیسې یې د خپلو شتمنیو ۱ اعشاریه ۸ مېلیارد ډالرو ته په محدود ډول لاسرسی موندلی دی.

بلخوا د افغانستان بانک مسوولان زیاتوي، د پړسوب یا تورم کچه له ۱۵ اعشاریه ۳ سلنې ۳ اعشاریه ۵ سلنې ته رسېدلې او د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت یو سلنه لوړ شوی دی.

د مرکزي بانک د پولي سیاست رییس احمد جواد سداد وايي:«د ۱۴۰۱ مالي کال په لړ کې د امریکايي ډالرو په وړاندې د افغانیو د تبادلې نرخ یو اعشاریه صفر یو سلنه زیات شوی دی. په داسې حال کې چې په تېر کال کې ۱۳.۸ سلنه کموالی درلود او د سیمې هېوادونو ارزښت ته په کتو له نسبي ثبات څخه برخمن دی.»

د افغانستان بانک په خپل کلني راپور کې وايي، په تېر یوه کال کې څه باندې ۳ میلیارده نوې افغانۍ چاپ شوې دي.

احمد جواد سداد  زیاته کړه:«مرکزي بانک تل د زړو او له‌منځه تللو پیسو په راټولولو کې هڅه کوي او لکه څرنګه چې مو وویل زموږ فعالیت روان دی او نوي چاپ شوي بانک‌نوټونه ووېشل شول او ځينې زاړو بانک‌نوټه مو هم بدل کړي او دا بهیر دوام لري.»

د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې، دغه بانک په ۱۴۰۱ کال کې څه باندې ۸ مېلیارده افغانۍ عواید درلودل چې، د وړم کال پر تله د ۵۹ سلنې لوړوالي ښکارندويي کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه