هرات کې ۵۰۰ درملنه شوي روږدي کسان، د یوې هوکړې پر بنسټ د دغه ولایت د مالګې کان په را ایستنه کې په کار ګومارل شوي دي.
دغه روږدي کسان تر پنځو میاشتو مخکې په نشهيي توکو روږدي وو او شپې یې د سړکونو پر سر تېرولې، خو اوس له درملنې وروسته، تمه ده د مالګې کان په استخراج کې په کار بوخت شي.
د مالګې کان د استخراج شرکت مسوول ناصر امید وايي:«هغه کسان چې موږ یې لېږدوو، انشاالله هم د خوراک او خرڅ زمینه او هم د اوسېدو ځای او له هر پلوه ورته امکانات برابر دي.»
د هرات امنیه قومندانۍ د نشهیي توکو پر ضد د مبارزې مدیر حیات الله روحاني وویل:«په لومړي پړاو کې یو څو ورځې مخکې کابو ۲۴ تنه مو واستول، نن هم موږ کابو ۵۰ تنه راوړي چې واستو یې چې له هغوی سره یوځای شي. هلته مو د ۵۰۰ تنو د استولو هوکړه کړې ده.»
د هرات د ځايي چارواکو په وینا، تر هغې چې درملنه شویو کسانو ته د کار زمینه برابره نه شي، هغوی له روغتیايي مرکزونونه نه خوشې کوي چې بیاځلې نشهيي توکو ته مخه نه کړي.
روږدي کسان له نږدې پنځو میاشتو راهیسي، له نشه یي توکو لري وو او کابو عادي ژوند ته ستانه شوي دي. اوس یې ملا تړلې چې کار وکړي او د خپلو کورنیو لپاره یوه نمړۍ ډوډۍ پيدا کړي.
درملنه شوی عبدالسلام وايي:«کابو څلور میاشتې کېږي چې په کمپ کې وم، نشهيي توکي مې پرې ښودل، اوس د الله په فضل سره، له خپل خدایه ډېر راضي یم پاک او سالم یم او سالم ژوند کوم.»
بل تداوي شوي عبدالوهاب هم وویل:«د کور، ژوند او د هر څه څېښتن وو؛ خو د نابودۍ په لار ولاړو. بیا د خدای ج شکر چې موږ ته یې فرصت راکړ او وروڼه یې موږ ته واسطه کړل چې موږ له دغې لارې راوګرځو.»
له نشه یي توکو سره د هرات د مبارزې مدیریت، تېر ژمی څه باندې پنځه زره روږدي کسان د ښار له کچې راټول او د اعتیاد پرېښودو مرکزونو کې یې ورته درملنه پېل کړه.
د دغه مدیریت د مسوولینو په وینا، زیات شمېر دغه روږدي کسان تداوي او ټولنې سره بیاځلي یوځاې کېدو ته چمتو شوي دي.
په دې اړه مو اندونه