په نیمروز ولایت کې له څلور کلن ځنډ وروسته د سل بستریز روغتون د رغولو چارې بیا پیل شوې.
د مسوولانو په وینا، د دغه روغتون ټولیز لګښت ۲۶۰ میلیونه افغانۍ دی چې د عامې روغتیا وزارت له بودجې ورکول کېږي.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال صدیق الله صاحبزاده وايي: «په نیمروز کې د روغتیا په برخه کې خلکو ډېرې ستونزې درلودې، ځکه روغتون یې نه درلوده او په تېرو کې هغوی ته هم پاملرنه نهده شوې. اسلامي امارت ورته د دې روغتون منظورې وکړه.»
د قراردادي شرکت مسوول غفور رحیمي وايي: «موږ ۲۲۰ مېلیونه افغانۍ واخیستلې چې ۸۲ سلنه کېږي او ۱۸ سلنه چارې یې پاتې دي او د اسلامي امارت په همکارۍ سره په نږدې میاشتو کې یې چارې پای ته ورسېږي.»
د نیمروز یو شمېر اوسېدونکي وایي، د دغه روغتون د چارو بشپړېدو سره به ناروغانو ته زیاتې اسانتیاوې هم رامنځته شي.
د نیمروز اوسېدونکی محمد اصف وايي: «موږ ته چې د روغتون د جوړېدو خبر راورسېد، ډېر خوښ شولو.»
د نیمروز اوسېدونکی بهرام زیاتوي: «هیلهمن یوو چې د دې روغتون چارې ژر تر ژره بشپړې شي او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، په رښتیا سره د نیمروز خلک د روغتیا په برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي.»
په ۱۳۹۳ کال کې د دغه روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوې وه خو ویل کیږي چې د مالي ستونز له امله یې چارې څلور کاله ځنډیدلې وې.
په دې اړه مو اندونه