د امریکا بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي «سیګار» وروستي راپور ته په غبرګون کې ویلي، بشري مرستو ته د اسلامي امارت د لاسرسي احتمال نهشته.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال په واشنګټن کې د یوې خبري غونډې پر مهال زیاته کړې چې له افغان ولس سره د امریکا ژمنې لا هم پر خپل ځای دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ودانټ پټل وايي: «موږ ډاډه یوو چې له افغانستان سره د امریکا مرستې د طالبانو په ګټه نهدي، دا هغه څه دي چې امریکا له ډېرې مودې راهیسې په افغانستان کې د عملیاتو له ځنډولو مخکې تر سره کړي دي. دا هغه څه دي چې موږ یې پهکې ژور تخصص لرو او دا هغه دلیل دی چې موږ د اصلي مرستندوی په توګه له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکوو.»
بلخوا، د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال وایي، اسلامي امارت د بهرنیو مرستو د وېش په برخه کې یوازې څارونکی رول لري.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي: «اسلامي امارت د مرستو د وېش په برخه کې یوازې د رونټیا په موخه څارنه کوي او مرستندویه بنسټونو په کاري برخه کې هېڅ ډول لاسوهنه نهکوي.»
بلخوا، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي پر دې باوري دي چې له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې مرستې په رڼه توګه نه وېشل کیږي.
د اقتصادي چارو شنونکی اذرخش حافظي وايي: «که هېڅ فساد هم نهوي، نیمايي پیسې یې مستحقو کسانو ته رسېږي او په همدې خاطر یې د خلکو پر ژوند او معیشت ډېر اغېز نهلري.»
بل پلو، بېجینګ له واشنګټنه غواړي چې د افغانستان د اوسنۍ او راتلونکې بیارغونې مسوولیت پر غاړه واخلي.
د افغانستان لپاره د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی یو ژیایو یونگ وايي: «د امریکا متحده ایالتونه باید د افغانستان د اوسنۍ او راتلونکې بیارغونې مسوولیت پر غاړه واخلي، ځکه د امریکا لهخوا شل کلن پوځي اشغال په دغه هیواد کې سترې ستونزې رامنځته کړي دي، موږ د یو شمیر نورو ګډونوالو هیوادونو ترڅنګ له امریکا غواړو چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي. په عین حال کې، موږ له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د امریکا د دوه ګونو سټنډرډونو د تعقیبولو له تګلارې سره مخالف یوو.»
له دې سره جوخت، د امریکا د نړۍوالې پراختیا د اژانس مدیره له رویټرز سره په خبرو کې وایي، مرستندویان په افغانستان کې د ښځو او نجونو له ځپلو، په نړۍ کې روانو ناورینونو او د بودجې له کموالي سره مخ دي.
سامانتا پاور وايي: «د امریکا متحده ایالتونو د مرستو جګپووړي چارواکي خبرداری ورکړی دی، چې د افغانستان خلک سخت کال په مخکې لري، ځکه چې مرستندویان د طالبانو د حکومت له خوا د ښځو او نجونو له ځپلو، په ټوله نړۍ کې له ډيرو ناورینونو او په ټولیزه توګه له لږې بودجې سره مخ دي.»
تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي یا «سیګار» د ملګرو ملتونو له قوله په خپل تازه راپور کې ویلي دي، چې په وروستیو درېیو میاشتو کې په نادولتي فعالیتونو کې د اسلامي امارت لاسوهنه د پاموړ زیاته شوې ده.
په دې اړه مو اندونه