Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

وروستیو سېلابونو د هېواد په درې ولایتونو کې مرګ ژوبله اړولې

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، چې په ننګرهار، پکتیا او خوست ولایتونونو کې د وروستیو سیلابونو له امله څلور ته مړه شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه وزارت زیاتوي، چې د دغو  سیلابونو له امله د ننګرهار ډېر اوسېدونکي زیانمن شوي دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند شفیع الله رحیمي وايي:«د راپورونو پر بنسټ چې په وروستیو ورځو کې په خوست، پکتیا او ننګرهار ولایتونو کې د د شدید باران او ږلۍ له امله له بده مرغه څلور تنه مړه شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي. او همدارنګه ۶۰ کورونه په بشپړ او نیمه ډول ویجاړ شوي، ۴۰ کورنۍ زیانمنې شوي ۳۵۰ څارویان مړه شوي دي.»

د رپوټونو له مخې، د وروستیو سېلابونو له امله تر ټولو ډېر زیان په ننګرهار ولایت کې اوښتی دی. د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې په دغو سېلابونو کې یې خپل هرڅه لاسه ورکړي دي.

د ننګرهار اوسېدونکی حسیب الله وايي:«په یوه بجه باران شروع شو تر درې بجو، موږ خدای ته زارۍ کولې چې خدایا خیر کړئ، غنم او فصلونه مو په بشپړه توګه هیر وو. چې موږ وژغورل شو.»

بل خوا،د اوبو او انرژۍ  وزارت د شمال، هرېرود، هلمند او کابل ولایتونو په سیندیزو حوزو او یو شمېر ولایتونو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او د احتمالي سېلابونو د راتلو په تړاو خبرداری ورکوي.

د اوبو او انرژۍ وزارت د سېلابونو، وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو د اټکل امر انجینر روح الله بیګي څرګندوي:«د هېواد په سنیدیزو حوزو کې، د شمال، هریرود، هلمند او کابل سیندیزو حوزو کې نسبتاً تېر باد او باران له سېلابونو سره اټکل شوی دی.»

خو د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت وایي، چې د سږکال د سیلابونو زیاتونونه او تلفات تر تېر کاله په ځلونو کم دی.

د کرنې او اوبولګونې وزارت ویاند مصباح مستعین وویل:«اوسني تفلات د تېر کال پرتله په هېڅ حساب دي.»

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت شمېرې ښيي، چې له روانې لمریزې میاشتې راهیسې په لسو ولایتونو کې د سیلابونو له امله اولس تنه مړه شوي او تر  شپیتو زیات نور ټپیان شوي دي.

اوبولګونې او مالدارۍ وزارت وایي، چې د سږکال د سیلابونو زیاتونونه او تلفات تر تېر کاله په ځلونو کم دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه