Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متقي: ایران دې خپله حق‌ابه د تړون په مطابق وغواړي

د هلمند له سینده د خپلې حق‌ابې په تړاو د ایران له نیوکو وروسته، اوس د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وایي، چې سرپرست حکومت د ۱۳۵۱ کال د تړون پر بنسټ د ایران د حق‌ابې ورکړې ته ژمن دی.

امیر خان متقي له تهرانه غواړي چې، دغه مسئله دې نه سیاسي کوي او په دې برخه کې دې خپلې اختلافونه د خبرو اترو له لارې حل کړي.

د امیرخان متقي په وینا، پرله‌پسې وچکالۍ او اقلیمي بدلونونه په نیمروز او هلمند ولایتونو کې د اوبو د کچې د ټېټېدو لامل شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وايي:«د افغانستان اسلامي امارت د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۱۳۵۱ کال تړون ته ژمن دی؛ خو هغه وچکالي چې په افغانستان او سیمه کې جریان لري، باید هم له پامه ونه غورځول شي.»

امیرخان متقي له ایرانه غواړي چې خپله تمه د هلمند سیند له تړون سره سمه کړي او دا موضوع باید سیاسي نه کړي.

ښاغلي متقي څرګنده کړه:«د ایران له حکومته غواړو چې د اوبو حیاتي موضوع سیاسي نه کړي او غوره ده چې دا ډول مسایل د رسنیز شور ماشور پر ځای د تفاهم او خبرو له لارې حل کړو.»

د نړۍوالو چارو شنونکی احمد ولي فروزان هم په دې هکله وايي:«ایران لومړنی هېواد دی چې د طالبانو په مقابل کې د هغې ستونزې په هکله چې ایران یې له افغانستان سره لري عملاً اقدام وکړ او خپله ستونزه یې څرګنده بیانه کړه. زه فکر کوم کرار کرار نور هېوادونه هم له دغه کتار سره یوځای کېږي او د ټولو اړیکې له طالبانو سره خرابېږي.»

د هلمند سیند د تړون له مخې چې په ۱۳۵۱ کال کې د کابل او تهران ترمنځ لاسلیک شو، ایران په عادي اوبیز کال کې په هره ثانیه کې د ۲۶ متر مکعبه اوبو مستحق دی، خو په غیر عادي اوبیز کال کې د دغه اندازه اوبو مستحق نه دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه