د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، تهران له حقوقي او سیاسي لارو د حقابې د مسالې تعقیبول په خپلې اجنډا کې شامل کړي دي.
د دغه ایراني چارواکي په وینا، مخالفې ډلې له دغه فرصته په ګټنې سره غواړي چې د دواړو دوستو هېوادونو تر منځ ترینګلتیا رامنځته کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وايي: « موږ د حقابې مساله له حقوقي او سیاسي لارو څارو.»
حسین امیرعبدالهیان زیاتوي، په افغانستان کې د ایران سفارت سرپرست د حقابې په تړاو د اسلامي امارت له چارواکو سره ښه بحثونه درلودل.
ښاغلی عبداللهیان وايي: «له نېکهمرغه د افغانستان حاکمو چارواکو له ښاغلي کاظمي قمي سره ښې خبرې درلودې او هم به ښې پایلې ولري.»
له دې سره سم، د اسلامي امارت ویاند یو ځل بیا په ټینګار سره وايي، د دې مسالې یوازېنۍ حللاره ډېپلوماټيکې لارې چارې دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي: «موږ د دې غوښتونکي یوو چې د حقابې مساله له ډېپلوماټیکو لارو وڅارل شي، ډېپلوماټیکې لارې همدا دي چې د بهرنیو چارو وزارت ورته قناعت او معلومات ورکوي او د هوکړې له مخې مساله حل شي.»
د اوبو د چارو کارپوه نجیبالله سدید وايي: «د دې لپاره چې په راتلونکو کلونو کې د دا ډول ابهام مخه ونیول شي، د دهراوود سټیشن فعالول اړین دي، دا د اوسنیو واکمنانو کورنۍ دنده ده.»
په وروستیو کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د ۱۳۵۱کال د تړون پر بنسټ د خبرو له لارې د ایران د حقابې د مسالې پر حل ټینګار کړی دی او ویلي یې دي چې دا مساله باید سیاسي نهشي.
په دې اړه مو اندونه