د کابل ښار د تفریحي پارکونو یو شمېر مسوولان وايي، وروسته له هغه چې په تفریحي پارکونو کې د ښځو پر حضور بندیزونه ولګول شول، په دغو تفریحي ځایونو کې د سیلانیانو ګڼه ګوڼه د پام وړ راکمه شوې ده.
د دوی په خبره، له بندیزونو وړاندې به د جمعې په ورځ په پارکونو او تفریحي ځایونو کې د سیلانیانو ګڼه ګونه ډېره وه او زیاتوي چې په دغه ډول وضعیت کې نهشي کولی ان خپل لګښتونه پوره کړي.
د حبیبالله ځاځي پارک مشر حبیبالله ځاځی وايي: «مخکې به د جمعې په ورځ له ۱۳ تر ۱۵ زره پورې سیلانیان راتلل، خو اوس شاوخوا ۳۰۰ کسان پارک ته راځي، د سیلانیانو راتګ ځکه کم رنګه شوی چې امر بالمعروف نهې عنالمنکر وزارت بندیزونه لګولي دي.»
په ورته وخت کې سیلانیان چې د تفریح لپاره دغه پارک ته راغلي د لا ډېرو تفریحي ځایونو پر جوړېدو ټینګار کوي او زیاتوي چې په پارکونو وضع شوي بندیزونه باید لري شي.
سیلاني هدایتالله وايي: «د نورو کلونو په پرتله د سیلانیانو راتګ بېخونده شوی دی، په تېرو وختونو کې به چې کوم کسان راتلل د هغه درېیمه برخه کسان هم اوس نه راځي.»
سیلاني محمد فهیم وايي: «موږ د تفریح لپاره د ځاځي پارک ته راغلي یوو، دا ځای مو ځکه انتخاب کړی، تر څو ذهن مو ارام شي.»
په همدې حال کې د ځینو هوټلونو څښتنان هم وايي چې د پخوا پرتله يې کارونه کم رنګه شوي دي.
د هوټل مسوول زینالله وايي: «کارونه عمومي کمزوري شوي دي، په ځانګړې ډول په پارکونو کې د هوټلونو او هټیو کاروبار خراب شوی. هر څومره چې پارک ته سیلانیان ډېر راشي په همغه اندازه زموږ کارونه ښه وي.»
د هوټل اشپز محمد عمر وايي: «په ټول افغانستان کې د پخوا په څېر کارونه نهشته دي او په هېواد کې وروستیو بدلونونو د خلکو په کار او بار اغېز کړی دی.»
تر دې مخکې د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت په لومړي فرمان کې ښځو ته په اوونۍ کې درې ورځې پارکونو او تفریحي ځایونو ته د تګ اجازه ورکړې وه، خو له هغه وروسته بیا تفریحي پارکونو ته د ښځو تګ په بشپړ ډول منع شو.
په دې اړه مو اندونه