د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي چې په وروستۍ یوه اوونۍ کې د پلازمېنې هوا درې برابره ککړه شوې ده.
اقلیمي بدلونونه او په هوا کې معلق ذرات په پلازمېنه کې د هوا د ککړتیا له لاملونو بلل شوي دي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې چارواکي وايي چې د کابل د هوا ککړتیا د کموالي لپاره به هڅې وکړي؛ دغه بنسټ د هوا ککړتیا د ارزونې لپاره بسندویه وسایل نه لري.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د تفتیش او کنټرول امر بصیر امین وايي:«ټولې هغه دستګاوې چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په شاوخوا کې لګول شوې دي، د هغوی د شمېرو پر بنسټ چې په دغو دوه درې وروستیو ورځو کې زموږ ګراف په ځانګړې توګه خاورې او دوړې چې وینئ، د هوا معلقې ذرې ۲٫۵ مترمکعبه د افغانستان او روغتیايي سازمان د هوا د کیفیت له سټندرد نه لوړه ده.»
خو د ککړې هوا د مخنیوي په موخه باید څه وشي ؟
د چاپېریال ساتنې برخې متخصص سید قیوم هاشمي په دې هکله څرګندوي:«د ننه په ښارونو کې د شنو سیمو رامنځته کول او همدارنګه د شنو کمربندونو رامنځته کول چې تر ډېره د ښارونو په شاوخوا کې د څو کلنو ونو او نباتات مهم دي.»
له دې سره هممهاله د کابل ځينې اوسېدونکي وايي چې د هوا ککړتیا د خلکو په منځ کې د ناروغیو کچه لوړه کړې ده.
د کابل اوسېدونکی طارق په دې هکله وايي:«هوا ډېره ککړه شوې او د ا د کابل د اوسېدونکو لپاره بېلابېلې ستونزې رامنځته کړې دي له هغې ډلې تنفسي ستونزې او همدارنګه د نورو ناروغیو لپاره یې هم زمینه برابره کړې ده.»
د کابل بل اوسېدونکی نورالحق شمس هم څرګندوي:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده هغه شرکتونه او یا سوداګر چې له بې کیفیته توکو استفاده کوي، باید د هغوی مخه ونیسي.»
د نړۍوالو بنسټونو د راپورونو له مخې کابل د نړۍ یو له هغو پلازمېنو دی چې د ککړې هوا کچه پهکې ډېره لوړه ده.
په دې اړه مو اندونه