په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ مرستیال مارکس پوټزل ویلي کهچېرې د نجونو د زدهکړو مسئله حل شي، له افغانستان سره به د نړۍ تعامل زیات شي.
ښاغلي پوټزل زیاته کړې ښځې حق لري چې په ټولنه کې ګډون وکړي او د کار حق ولري.
د مارکس پوټزل په وینا، یوناما د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره په خبرو اترو کې په ګډه هڅه کوي چې افغانستان له انزوا وایستل شي خو ټینګار کوي چې سرپرست حکومت باید د ښځو پر وړاندې شته محدودیتونه ژر لېرې کړي.
مارکس پوټزل ویلي:«د افغانستان اوسني چارواکي باید له شپږم ټولګي پورته نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځي ته ولاړې شي. دوی باید نجونو ته دا اجازه هم ورکړي چې پوهنتونونو ته ولاړې شي. دوی باید ښځو ته د دې اجازه ورکړي چې په نړۍوالو نادولتي ادارو، په کورنیو نادولتي ادارو او د ملګرو ملتونو په بېلابېلو څانګو کې کار وکړي. دوی باید ښځو ته په ټولنیز ژوند کې د ګډون اجازه هم ورکړي. که دا کار وشي، زما په اند افغانستان به یو ځل بیا له نړۍوالې ټولنې سره یو ځای شي او نړۍوال مرستندویان به هم له افغانستان سره پر تعامل بیا کتنه وکړي.»
ورته مهال د سیاسي چارو ځينې شنونکي بیا له سیاسي انزوا د افغانستان د وتلو یوازینۍ لار د نړۍ د مشروع غوښتنو منل ګڼي.
د نړۍوالو اړیکو شنونکی واحد فقیري طلوعنیوز ته وویل:«د افغانستان ستونزې کورنۍ دي. سیاسي دي او په امارت پورې اړوندې دي. امارت باید هڅه وکړي چې له افغانانو سره ګډه ژبه پیدا کړي. له افغانانو سره باید ډيالوګ پېل کړي او وروسته بیا شونې ده چې بهرنیان هم له هغوی سره تعامل وکړي.»
اسلامي امارت په دې تړاو اوس څه نه وايي، خو تر دې مخکې یې ویلي چې د ښځو موضوع د افغانستان کورنۍ موضوع ده او نړۍ باید د افغانستان په کورنیو مسایلو کې لاسوهنه و نه کړي.
په دې اړه مو اندونه