Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دارالمعلمین استادان: اسلامي امارت د ښوونکو د روزنې بنسټونه لغوه کړل

په هېواد کې د دارالمعلمینو ځينې استادان وايي چې د اسلامي امارت د یوې نوې پرېکړې پر بنسټ، په کابل او ځينو ولایتونو کې د ښوونکو د روزنې بنسټونه لغوه اعلان کړل شول.

استادان پر دغې پرېکړې چې په زرګونه ښوونکي بې‌کاره کوي، نیوکه کوي او له اسلامي امارته غواړي چې په دې هکله بیا غور وکړي. 

د پروان د دارالمعلمین استاد حامد احمدزاده طلوع‌نیوز ته وايي:«ډېر خواشینی یم د یوه مکتوب په واسطه، یوه ځانګړې کړنلاره چې یو تحصیلي بنسټ چې د پوهنې بدنه وه، د ټولنې د ملا تیر و، په حقیقت کې د دارالمعلمینو څلور زره کدري استادان او څه باندې زر تنه اداري او خدماتي کار کوونکي د افغانستان د پوهنې وزارت له خوا لغوه اعلان کړل شول.»

ځينې نور ښوونکي بیا وايي، د دې پرېکړې له پلي کېدو سره به د ټول هېواد په کچه د دارالمعلمینو څلور زره کدرونه له ناڅرګند برخلیک سره مخ شي.
دغه ښوونکي د خپل کار د له لاسه ورکولو په هکله ډېر اندېښمن دي.

د پروان د دارالمعلمین استاد ذبیح الله هاشمي وویل:«د پوهنې وزارت له یوې خوا ادعا کوي چې د ښوونځیو ښوونکي مسلکي نه دي او له بلخوا د پوهنې وزارت له بدنې څلور زره کدري ښوونکي حذف کوي.»

د پروان د دارالمعلیمن استاد مقام الدین حنیف هم وايي:«څنګه کولای شو چې په راتلوونکي کې خپلو بچیانو ته ځواب ویونکي واوسو. څه ډول کولای شو چې خپلو ماشومانو ته ووایوو چې ولاړ شه او درس ووایه. تعلیم او تحصیل وکړه. وبه وايي چې پلاره تاسو چې ووایه څه مو وکړه چې موږ یې ووایوو.»

اخوا د پوهنې وزارت په یوه مکتوب چې شپږ ورځې مخکې یې خپور کړی ویلي چې د دارالمعلمینو پرسونل به د ښوونځيو، مدرسو، دارالحفاظو او دارالعلومو په خالي بستونو کې وګومارل شي.

طلوع‌نیوز وغوښتل چې په دې هکله د پوهنې وزارت لیدلوری هم ولري؛ خو بریالی نه شو.

د پوهنتون استاد فرهاد ابرار طلوع‌نیوز ته څرګنده کړه:«په ځای خبره نه ده چې په زرګونه ښوونکي او د دغو بنسټونو اداري او مسلکي کارکوونکي خپلې دندې له لاسه ورکړي او له بلې خوا، دا چې په راتلوونکي کې به موږ د مسلکي ښوونکي له کموالي سره به مخ شو.»

ویل کېږي چې دم‌ګړۍ څه باندې شپږ زره ښوونکي، اداري او خدماتي کارکوونکي په دارالمعلمینو کې په کار بوخت دي.
 
د پوهنې وزارت په یوه مکتوب کې ویلي چې د دارالمعلمینو پرسونل به د ښوونځيو، مدرسو، دارالحفاظو او دارالعلومو په خالي بستونو کې وګومارل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه