Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد نوموتی شاعر او لیکوال واصف باختري ومړ

د هېواد نوموتی شاعر او لیکوال استاد واصف باختري پرون (پنج‌شنبه) شپه د امریکا په کلفورنیا ایالت کې د ۸۱ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.

استاد واصف باختري د هغو معاصرو شاعرانو له ډلې و چې د خپل ژوند څو لسیزې یې ادبي او څېړنیزو فعالیتونو ته وقف کړې وې او د دري ادبیاتو په برخو کې ګڼ اثار لري.

لیکوال او د زریاب خپرونې مدیر منوچهر فرادیس وايي: «د افغانستان یو له سترو شاعرانو و چې له لاسه مو ورکړ. د استاد واصف باختري شخصیتي اړخ نه یوازې د شعر په برخه کې؛ بلکې د عرفان او فلسفې برخه کې هم ځلېدونکې کارنامې لري.»

استاد باختري، څه باندې شل اثار د چاپ په ګاڼه پسولل شوي او ګڼې مقالې یې له دري انګریزۍ ته ژباړلې دي.

په کلاسیک، نیمايي، او ازاد سبک کې د شعر ژباړه، فلسفي مقالې، فلسفي او ادبي څېړنې، منظومې ژباړې، د فلسفي او ادبي مقالو ژباړې او سلګونه نورې مقالې یې هم چاپ شوې دي.

شاعر او لیکوال باور بامیک وايي: «د خپل ګټور ادبي ژوند په اوږدو کې یې د شعر، ادبي او فلسفي څېړنو سره سم مهم اثار لیکلي چې له شکه پرته به تل د ارزښت وړ وي.»

واصف باختري په ۱۳۲۱ لمریز کال کې د بلخ په مزارشریف ښار کې زېږیدلی او هلته له لومړنیو زده‌کړو وروسته یې په کابل پوهنتون کې په دري ادبیاتو کې د لیسانس تر کچې زده‌کړې دي.

باختري، په ۱۳۵۳ کال کې امریکا ته ولاړ او په کلمبیا پوهنتون کې یې د ښوونې او روزنې په برخه کې ماسټري وکړه.

نوموړي له ۱۳۶۱ تر ۱۳۷۴ کال پورې د افغانستان د لیکوالو په ټولنه کې د شعر څانګې مسوولیت او همدا راز د ژوندون مجلې مسوول مدیر و او په دې ټولنه کې نورې ورته دندې هم تر سره کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه